د شعر حجاب

شعر: محمد اسماعيل ” يون ”
د ژوند مړاوې سندره مې رباب کې راولم
د ويښو شپو کېسه د عشق کتاب کې راولم
دا سر ربه! مات شوى دى، ټيټ شوى چاته نه دى
خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم
نن بيا د غزا ډول د هندوکش په سر غږېږي
سپېرې طالبې څڼې مې په تاب کې راولم
د نقد ملايان ګرځي له دُرو سره په ښار کې
د شعر پېغله مې ځکه په حجاب کې راولم
زما تړلي لاس وو ستا درنې درنې څپېړې
يو وخت خو به اشنا دا په حساب کې راولم
د سره قصر غلامه بيا د چا غېږې ته درومې!
د سپينو وړانګو تاو به په کولاب کې راولم
خندا موسکۍ موسکۍ شي چې پر شونډو د کبانو
يو شور خو د سندرو په د رياب کې راولم
په دې به هم د ډېرو له زړګو شي لمبه تاوه
دا وران د زړه وطن چې نغمه باب کې راولم.



