مکين: د ټرمپ حکومت د افغانستان او عراق په اړه د معلوماتو پټولو هڅه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): د امريکا متحده ايالاتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کميټې مشر سناتور جان مکين وايي، د ټرمپ حکومت هڅه کوي چې د افغانستان او عراق په اړه ترې معلومات پټ وساتي.
نوموړي ويلي، چې تر هغې به د ټرمپ له لوري د دفاع وزارت ته کانديد ته رايه ورنکړي، ترڅو يې چې د يادو هېوادونو د ستراتيژۍ په اړه ورسره بشپړ معلومات نه وي شريک کړي.
جان په مکين په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس او د وسله والو عمومي لوی درستیز جوزف ډانفورډ د امریکا د کانګرس غړو ته وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره په سیمه کې د امریکا پوځي ماموریت بريالی کولی شي.
مکين وايي، چې امريکايي چارواکي واضحې خبرې نه کوي او هڅه کوي چې ځينې معلومات پټ کړي، خو په وينا يې چې په سنا مجلس کې استازي پوره معلومات غواړي او وروسته به پريکړه کوي.



