مصر: غبرګو چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
مصر کې پر يوه هوټل دوه سرتېرو بریدونو د دوه سلاکارانو په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، بريد پر هغه هوټل شوی، چې قاضيانو ته ځانګړی دی او په دې ورځو کې په کې د ټاکنو چارې پر مخ وړل کېدې.
د مصر د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، د هوټل ساتونکو امنيتي کسانو هڅه وکړه، څو چاودېدونکی موټر هوټل ته ونه رسېږي، ځکه نو بريدګر خپل موټر له امنيتي دېواله بهر والوزاوه.
وزارت زياته کړې ده، چې امنيتي ځواکونو هغه بریدګر هم تر ډزو لاندې ونيو، چې هوټل ته د ننوتو اراده يې لرله، ځکه نو بريدګر له هوټله د باندې ځان والوزاوه، چې له امله يې دوه سلاکاران، يو پوځي او يو پوليس ووژل شول او دوه سلاکاران، درې پوځي افسران او او ۵ پوځيان ټپیان شول.
المصري تلوېزيون وايي، چاودنو د یاد هوټل ښيښيي مخه ټوله نړولې ده او هوټل ته يې زيان پېښ کړی دی.
داعش ډلې د بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده او پر ټولنيزو رسنيو يې ليکلي، چې په دې چاودنو کې يې «سويس ان» هوټل په نښه کړی و، چې هغه قاضيان په کې اوسېږي، چې د سيناء شمال لور ته پارلماني ټاکنې يې تر څار لاندې دي.



