طالبان: د فاریاب په نسکوره شوې چورلکه کې ۲ بهرنیان اسیران شوي دي

کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، فرید احمد
د فاریاب ولایت له خواجه  موسی ولسوالۍ څخه په یوه تازه  رارسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې نن مازدیګر ۴ بجې د یادې ولسوالۍ  د تخت بازار په سیمه کې د امریکایي قراردادیانو  یوه چورلکه  د طالبانو له لوري  وویشتل شوه، چی بېړنی ناستې ته مجبوره شوه، تر۲ ساعتونو پورې  د اور لمبې ترې پورته کېدې، او په فضاء کې یې تر ليري لیري د اور دودونه  لیدل کېدل.

3251
په چورلکه کې ۲ افغانان او یو بهرنی وژل شوی دی، ۱۳ تنه نور افغانان او ۲بهرنیان د طالبانو له لوري ژوندي نیول شوي دي چې طالبانو ادعاء کړې خوندی ځای ته یې رسولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button