افغانستان سره دامريکا د دوستۍ ښوروا ورځ په ورځ سړېږي

د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ، چې د روسيې غلامانو د کمونيستانو د نظام او بيا د روسانو د يرغل پرخلاف مقدس جهاد ته دوام ورکړ ؛ امريکا او ورسره د کمونيزم خلاف يو شمېر هېوادونو د جګړې د دوام لپاره مرستې پېل کړې. امريکا دافغان مجاهد ولس سره د سعودي عربستان په لاس مرستې کولې. په افغانستان کې که امريکا ، سعودي او يو شمېر نورو هېوادونو د جهادي مشرانو سره په ليدنو او غونډو کولو کې سياسي اهداف لرلي، چې کمونيزم به د نړۍ له نقشې و ويستل شي. او يا يو شمېر جهادي مشرانو د مقدس جهاد دکاميابيو په صورت کې دخپل اقتدار چې ورسره ژمنې شوې وې، هره شپه خوبونه ليدل ؛ خو افغان ميړني او په اسلام سر ښېندونکي ولس دروسانو او دهغوی د تورمخو کمونيستانو په مقابل کې د ديني فريضې د اداکولو له مخې په پاک او سپېڅلي نيت خپل جهاد ته دوام ورکړ او شهادت يې په نصيب شو.
د روسانو ترماتې او د کمونيستي نظام په نسکوريدو سره امريکا د افغانستان مجاهدينو سره د سعودي عرب هېواد په وسېله مرستې بندې کړې او په افغانستان کې ديو شمېر د قدرت ليونيانو ترمنځ جګړو ته د خېر په غونډۍ کېناسته. امريکا او سعودي دواړو يې ننداره کوله . هره ورځ يې په مرکز او ولاياتو کې د جګړې له راپورونو څارنه کوله. خو د امن او سولې په اړه د دواړو هېوادونو خولې د موچي په رينه ګنډل شوې وې ؛ نه امريکا د بشريت غږ پورته کاوه او نه سعودي د اسلام دمبارک دين له مخې دبې ګناه انسانانو دوينو دتويولو د حرمت فتوا ورکوله .
اوس چې امريکا د افغانستان ملي زيرمې لوټ کړې ، په افغانستان کې يې دموجوده ادارې نه په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو د دايمي اډو او پوځونو د حضور لاس ليک تر لاسه کړ ؛ دافغانستان سره دامريکا د دوستۍ ښوروا ورځ په ورځ سړېږي.په خپلو رسنيو کې يوازې دومره راپورونه خپروي، چې په افغانستان کې امن اوسوله اړينه ده خو دنوو وسله والو دځپلو لپاره کافي وخت ته اړتيا ده . معنا دا چې په افغانستان کې نوې وسله والې ډلې په ټولو ولاياتو کې دمرکزونو شتون ثابت کړي بيا به وايي چې د افغانستان اردو بايد نوره هم پياوړې شي چې په افغانستان کې له طالب وسله والو علاوه د نوو راپيدا کړل شوو وسله والو مخه پدې ونيول شي او دا مقابله کلونه وخت غواړي.
دافغانستان سره دامريکا ددوستۍ ښوروا يوځل دکمونيستي نظام تر نسکوريدا وروسته سړه شوه ، چې افغانستان دقدرت دليونيانو ترمنځ جګړو کې په کنډواله بدل شو او اوس هم دموجوده ادارې سره سړېږي . که څه هم موجوده ادارې د دوستۍ مخ روسيې ته وا ړا وه ، خو امريکا نو په افغانستان کې خپلو اهدافو ته په رسيدو ده .
دپاتې پوځونو په موجوديت پاتې اهداف ترلاسه کولای شي.



