بدخشان کې پنځه زره کورنۍ د طبیعي پېښو له گواښ سره مخامخ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳۰):د بدخشان ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې زرگونه کورنۍ د طبیعي پېښو له گواښ سره مخامخ دي او د ژمي له رارسېدو مخکې باید خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.
د بدخشان مرستیال والي گلمحمد بیدار وايي، د ۴۰ کیلو ۵زره کورنۍ د واورې ښويېدنې، ځکمښويېدنې، اورښتونو او نورو طبیعي له گواښ سره مخ دي.
د ده په خبره، تراوسه یې ۸۰۰ کورنۍ نورو خوندي ځایونو ته لېږدولي او د پاتې کورنیو لړلیک یې هم کابل ته لېږلی، چې د خوندي ځایونو ته ولېږدول شي او بېړنۍ مرستې ورسره وشي.
د بدخشان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سید عبدالله همایون دهقان وايي، د ژمي له راتگ مخکې باید دغه کورنۍ خوندي ځایونو ته ولېږدول شي او بېړنۍ مرستې ورسره وشي.
بدخشان یو غرنی ولایت دی، چې هر ژمی پکې ډېرې واورې وریږي او لسگونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
تېر کال په ژمي کې د واورې ښويېدنې له امله د بدخشان سلگونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.



