امریکا په افغانستان کې په نظامي عملیاتو کې سلګونه میلیارد ډالر لګولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۷ فرید افغان):  د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون سرپرست څیړونکي ګلن فیین ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د خپل جګړییز حضور له پیل را وروسته تر اوسه یواځي په پوځي برخه کې ۶۷۹.۸ میلیارد ډالر لګولي دي.

نوموړي داڅرګندونې وروسته تر هغې کړې چې امریکایي کانګرس د راتلونکي ۲۰۱۸ کال لپاره د افغان جګړې لپاره خپله کلنۍ بودیجه اعلان کړه.

د نوموړي په وینا؛ امریکا دا مبلغ د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا یواځي په جنګ جګړو مصرف کړي دي او تر دې آخوا په رغنیزو چارو او نورو پروګرامونو کې لګول شوې پیسې له دې څخه بیلې دي .

د فلین د معلوماتو تر مخه؛ امریکا د ۱۷ کلونو په اوږدو کې په عراق، افغانستان او یو شمیر نورو دولتونو کې شاوخوا ۱.۶ تریلیون دالر چې ۱۶ سوه میلیارده دالر کیږي په جګړو کې لګولي دي.

امریکایي کانګرس د اکتوبر پر لومړۍ نیټه د راتلونکي ۲۰۱۸م کال لپاره د خپلو پوځیانو د جګړیزو، لوجستیکي او پوځي پرسونل لپاره ۶۴.۶ میلیارد دالر بودیجه تصویب کړه، چې له جملې به یې ۴۵.۹ میلیارد دالر یواځې په افغانستان کې په جنګ جګړو ولګول شي او پاتې برخه یې د نړۍ په نورو سیمو کې میشتو امریکایي ځواکونو ته ځانګړې شوې ده.

تیرکال سیګار یا د امریکایي سرپلټونکي ادارې مشر جانسپکو ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې تر ۹۰۰ ملیارد دالرو ډیرې پیسې لګولې دي .

د پنتاګون دې چارواکي ویلي چې؛ امریکا په دومره لوی لګښت لا هم نده توانیدلې چې خپلو هغو مخالفینو ته چې د ګوتو په شمیر وسایل او جنګي تجهیزات لري ماتې ورکړي.

ګلن فین وایي چې د دوی د معلومات تر مخه، په افغانستان کې له ۲۵ تر ۳۵ زره طالب وسلوال له سلګونو زره افغان او امریکایي چارواکو سره په جګړه بوخت دي چې تر ډیره حده برلاسي هم ښکاري. نوموړی زیاتوي، د امریکا په مشرۍ افغان حکومت د خپل هیواد پر ۵۷ سلنه برخه حاکمیت لري او باقي ټوله یې د مخالفو وسلوالو تر کنترول لاندې ده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button