خوږو ته خواږه او ترخو ته ترخه

هیواد:
زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!
سیاسي شناند:
داسې لوبې چې په تاریخ کې ساری نه لري

اصلاح:
آيا موږ ژوندى ولس يو؟
سیاسی شناند:
هو! خو اوس وخت کې نه

اراده:
جګړه به خود دوام كوي!
سیاسي شناند:
چې دا فساد نظام موجود وي

ویسا:
تر څو به وحشتونو ته لاسونه پړكوو؟
سیاسي شناند:
تر هغې چې اسلام ته مو مراجعه نه وي کړي

دې نېشن:
امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په خلاف د مبارزې جګړه بایللې ده
هیواد:
کومه جګړه یې ګټلې چې دا به وګټي

اتحادیۀ حقوقدانان:
رییس جمهور غنی ١٤ فرمان تقنینى را خلاف قانون صادر کرده است
مبصر سیاسي:
قانون غني مثل جال عنکبوت است، حشرات ریزه را میګیرد ولی حیوانات بزرګ نی

ظاهر قدير:
ولسمشر بريتانيا ته په خپل سفر کې د پولې مديريت په نوم هوکړه ليک لاسليک کړى
سیاسی شناند:
انتخاباتي کمپایونو کې خو ورته تا خپلې تڼۍ شکولې صاحبه

سروی تازه:
خوشبینی افغانها نسبت به آینده کشور افزایش یافته است
مبصر سیاسي:
این را میګوید دروغ شاخدار، روی تان سیاه، حقیقت امر اینست که بدبیني و هراس افغانها افزایش یافته است.

ویسا:
د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي قهار قدیر په ضد لاریون وشو
سیاسي شناند:
په دموکراسۍ کې کوتک په لاریون بدل شو، باقي دې خدای خیر کړي.
اراده:
حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى
سیاسي شناند:
که هر څومره کتنې وشي خو خر به هماغه خر وي یواځې کته به یې بدله شي،

اصلاح:
يو شكايت چې هېڅ پاملرنه ورته نه كېږي
سیاسي شناند:
کوم شکایت ته پاملرنه شوې پاتې شو یو شکایت؟

ویسا:
ولې اوسنۍ افغان جګړه قومي وبولو؟
سیاسي شناند:
ځکه چې اوبه خړې او حکمتیار صیب پکې ماهیان ولټوي.

هیواد:
ولې د لويې جرګې له تدويره وېره ولرو؟
سیاسی شناند:
ځکه چې بیا به ورته جان کیري راشي

ویسا:
د افغانستان جګړه قومي نه، د امریکا د ګټو جګړه ده
سیاسي شناند:
بلکل د نښې مینځ دې ویشتی

دولت وزیري:
پر افغان خاورې د پاکستاني پوځیانو بریدونه د زغملو نه دي
سیاسي شناند:
مخ دې تور شه، چې د زغملو نه دي نو بیا څه شې ته منتظر یې؟؟؟

مقامات امنیتی:
در حملات طالبان در ولایات کندهار و فراه بیش از ۳۰ سرباز افغان کشته شده ‌اند
مبصر سیاسي:
خدا میداند که در ۳۲ ولایات دیګر چقدر کشته شده باشد.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button