
دواعش باقیه ـ باقیه!!
جواد څارګر
تر موصل وروسته په عراق کې وروستۍ ښارګوټی ‘راوا’ هم ددواعشو له ولکې ووت، او بویه چې په همدې سره په عراق کې داعشي پروژه، او دخلافت دقیام کاذبې ادعاوې هم پای ته ورسیږي.
په عراق کې د امریکایي اشغال پر خلاف ابومصعب الزرقاوي رحمه الله منظم مقاومت پیل کړ، او دعراق یو شمېر ښارونه یې د امریکایانو لپاره قبرستان وګرځول
دزرقاوي دمنظمو او توندو بریدونو پر وړاندې امریکایان کابو مات ول، او دتېښتې لارې یې لټولې
امریکایانو دزرقاوي څخه دخلاصون په پار، لومړی د’صحوات’ پر نوم ځایي ملېشه جوړه کړه (دعراق څخه دصحواتو پیل وشو او زموږ هیواد کې صحوات د اربکیانو پر نوم جوړ کړی شول) ترڅو امریکایي تلفات کم او عراقیان خپلو کې سره ښکېل شي.
دصحواتو پر خلاف دزرقاوي بریدونو لا زور واخیست، او دصحوات پر نوم ځایي ملیشه په لیږه موده کې سرکوب شوه.
له صحواتو وروسته د امریکایانو سره بل آپشن دعراقي مجاهدینو، او په ځانګړي ډول د القاعده مجاهدینو په منځ کې درز اچوَل او پیدا کول ول؛ دهمدې لپاره یې ددواعشو اوسنی مشر ابوبکر البغدادي د پټو معاهدو پر مټ، له زندانه آزاد کړ او دمجاهدینو صفونو ته یې ننویست.
نن دعراق خاوره له مجاهدینو خالي ده او وسله وال مقاومت په کې تقریباً پای ته ورسید.
هغه عراق نن بې مجاهده شو چې دزرقا ابومصعب کلونه ـ کلونه د اشغالګرو لپاره هدیره ګرځولې وه.
هغه عراق نن بې مجاهده شو چې دنړۍ له ګوټ ـ ګوټ څخه مجاهدین ورته را جمع شوي ول، او د اعلاء کلمة الله لپاره یې تورې څرخولې.
له بده بخته چې خبره پر دې نه ده ختمه چې عراق له دواعشو تخلیه شو، دواعش به هم ورسره دتل لپاره ختم شي، بلکې له عراق وروسته به ددواعشو پروژه ټولو هغو هیوادونو ته لېږدول کېږي، چېرې چې دجهاد غږ پورته شوی او مجاهدین د غربي ښامار دپرځولو لپاره په مبارزه لګیا دي.
سوریا دداعشي پروژې دوهم هدف و خو دځیرک مشر جولاني پر وخت پرېکړې په سوریا کې تر ډېره دداعشي پروژې مخه ډب کړه.
په عراق او سوریا کې دداعشي پروژې پرځېدل، او ورسره دمجاهدو مشرانو مخالفتونو دداعشي پروژې دمبتکرینو سوچ افغانستان ته واړاوه او دمګړۍ یې ټول تمرکز په افغانستان دی
غربیان غواړي دواعش په افغانستان کې دعراق په څېر وکاروي، او ورسره په څنګ کې دداعش پر لاس هغو ولسونو ته هم درنه سزا ورکړي، چې دغربي تاړاک پر خلاف یې دمجاهدینو څنګ نیولای او مرستې ورسره کوي.
داعش به تش تر نوم باقیه وي، مشر بغدادي به یې لکه درباني په څېر دخلافت په چوکۍ قابض وي، او غربیان به داعشي افراطیان دنړۍ په هر ګوټ کې دمجاهدینو خلاف کاروي.
دواعش به دغربیانو او نړیوالو استخباراتو په پس پرده کومک سیمې نیسي، ولسونه به ځپي، او بیا به نیول شوې سیمې تدریجاً د اشغال مزدورانو ته سپاري.



