
راتلونکې شپږيزه د کابل پر ځای متحده عربي اماراتو کې کېږي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۸): د افغانستان د کرکټ مسئولين وايي، چې د کورني شپږيزه غوره ليګ راتلونکي سيالي به د کابل پر ځای په متحده عربي امارتو کې ترسره کېږي.
د مسئولينو په وينا، په دغه سيالۍ کې به د بهرنيو لوبغاړو تر څنګ له افغانستان څخه ۹۰ لوبغاړي برخه واخلي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي رسنيو ته وويل، چې د شپږیزې کرکټ غوره لیګ دا سیالي به د تیرو پړاونو په نسبت بدله وي او د هیڅ بهرني کرکټ لیګ پرتله به پکې کمی نه وي.
د شپږیزې تیر پنځه پړاونه په کابل کې د کورني او بهرني لوبغاړو په ګډون تر سره شوي، چې په کې د پاکستان، زمبابوی، جنوبي افریقا، سري لنکا، بنګلدیش، متحده عربي اماراتو، عمان او ځینو نورو هیوادونو لوبغاړو ګډون کړی.
د تیر ۵ پړوا شپږیزه کرکټ غوره لیګ سیالۍ د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.



