سعودي ولیعهد د شاهزادګانو له نیولو وروسته د پوځیانو دنیولو امر کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۸ فرید افغان)

په داسې حال کې چې د سعودي ولیعهد دفساد په نوم د خپلو مخالفینو دځپلو لړۍ روانه ساتلې، لسګونه شاهزدګان او شتمن خلک یې زندانونو ته اچولي تازه خبرونه وایي چې د دې هیواد واکمن ولیعهد محمد بن سلمان د پوځ ۱۴ لوړپوړي متقاعد افسران هم د خیانت په تور نیولي دي.
د بلومبرګ ورځپاڼې د راپور سره سم؛ نیول شوې ۱۴ کسیزه ډله کې د ملي ګارډ او د دې هیواد ددفاع وزارت لوړپوړي متقاعد افسران شامل دي .
نیول شوي پوځي چارواکي د پخوانیو نیول شویو شاهزدګانو سره په همکارۍ تورن بلل شوي دي.

د سعودي ولیعهد د خپل هیواد لوړ رتبه شاهزدګان، وزیران او شتمن وګړي د ۱۰۰ ملیارد مالي درغلۍ په تور نیولي دي.
د راپورونو تر مخه، ولیعهد له نوموړو کسانو غوښتي چې پیسې ورکړي او له بند څخه دې ځان بچ کړي.
عربي رسنۍ وایي چې نیول شوي کسان سخت شکنجه شوي او آن د سخت بد وضعیت له امله روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
په شکنجه شویو کسانو کې د پخواني باچا ځوی او د ملي ګارد وزیر متعب بن عبدالله هم شامل دی .
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د سعودي اقتصادي وضعیت په یمن کې له لوړو پوځي لګښتونو وروسته مخ پر انزوا روان دی او د دې هیواد مشرتابه په دې هڅه کې دی چې دا کسر له نیول شویو کسانو پوره کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button