فراه رود کې ۳ پوستو سقوط کړی- ۱۵ عسکر وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۸): د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې وسله والو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې درې پوستو سقوط کړی او عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د دغه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د فراه رود ولسوالۍ مرکز ته نږدې سيمه کې يې له دولتي ځواکونو ۳ پوستې نيولي، چې پر مهال يې ۱۵ عسکر وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي، په يادو پوستو يې تېره شپه جګړه پيل کړې وه، چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکر ټپيان شوي او څلور نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
د هغه په وينا، په دغه جګړه کې د دولتي ځواکونو يو ټانګ ويجاړ شوی او په زياته اندازه وسلې او نور پوځي توکي د دوی لاسته ورغلي دي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکي د طالبانو دغه بريدونه تاييد کړي او په خبره يې چې دولتي چورلکو د طالبانو په سيمه بمبار کړی او هغوی ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمه ييزو سرچينو ويلي، الوتکو د عامو خلکو کورونه او کلي په نښه کړي چې تر اوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
ځايي اوسېدونکي وايي، د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ دواړو خواوو ته مرګ ژوبله رسېدلې خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه لري.



