ذبيح الله مجاهد: اسلامي امارت د مخدره موادو هيڅ توليد ځای نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱): تېره ورځ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ادعا وکړه، چې په هلمند کې يې د مخدره موادو په هغو مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې طالبان ترې تموېلېږي او په وينا يې دغه ډله له دې لارې ډېر عوايد لاسته راوړي.

طالبانو د نوموړي قومندان دغه څرګندونې بې اساسه بللي او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې: (اسلامي امارت د مخدره موادو هيڅ تولید ځای نه لري اونه هم د مخدره توکو په تولید کې لاس لري).

طالبان وايي، په هېواد کې د دوی د واکمنۍ پر مهال د مخدره موادو کښت او توليد صفر ته راښکته شوی و. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو له نشه يې موادو سره د مبارزې ادارې او افغان چارواکو دوه اوونۍ مخکې په يوه راپور کې وويل، چې په هېواد کې د نشه يي توکو توليد ۸۷ سلنه او کښت يې ۶۳ سلنه زيات شوی دی.

ښاغلي مجاهد هم ويلي، چې د امريکايي ځواکونو په يرغل سره د مخدره موادو د کښت کچه لوړه او امريکايي استخبارات سي آی ای او ورسره د کابل ځينې چارواکي د مخدره موادو په توليد، قاچاق او تجارت کې له رسمي لارو استفاده کوي.

د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاد وايي، په لوړه سويه د امريکايي جنګي جنرالانو په ګډون د کابل ادارې تر وزیرانو، وکیلانو، واليانو او قومندانانو پورې افراد د مخدره موادو په تجارت کې ونډه لري، له رسمي هوايي ډګرونو او بندرونو څخه دغه راز مواد بهرنیو هیوادونو او مارکيټونو ته رسوی.

امريکايي جنرال نېکلسن تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې وړمه شپه يې له بي ۵۲ الوتکو څخه په ګټې اخيستنې په هلمند ولايت کې د مخدره موادو يو شمير توليدځايونه بمبار کړل، چې په ترڅ کې يې له پنځوسو زيات بېرله مخدره مواد له منځه يوړل.

خو طالبانو د وروستيو بمباريو په تړاو ويلي، په دغو بمباريو کې ملکي افغانان وژل کېږي او امريکايي جنرالان غواړي چې موضوع بل لوري ته واړوي او د طالبانو پر وړاندې د تبليغاتو توکي برابر کړي.

تازه راپورونه وايي، چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د هلمند ولايت ديشو ولسوالۍ اړوند د بهرامچې په سيمه کې د مخدره موادو کارخانو نړولو په پلمه ملکي ميشت ځآيونه بمبار کړي، چې له کبله يې تر څلوېښت پورې کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button