ايران: افغانستان ته د امريکايانو په راتګ ترهګريز بريدونه ډېر شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱): ايران وايي، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د امريکا مبارزې نمايشي بڼه لرله او زياتوي چې امريکا په دغه هېواد کې ناکامه شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي غلام علي خوشرو ويلي، چې امريکايي ځواکونه له تېرو ۱۶ کلونو راهيسې په افغانستان کې ميشت دي، خو د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د وينا پر مهال وويل: له کومې ورځې چې امريکا افغانستان ته راغلې، ورسره د سيمې د هېوادونو په کچه امنیت خراب او د نړۍ په سطحه ترهګريز بريدونه ډير شوي دي.
د هغه په وينا، امريکا افغانستان کې له ترهګرۍ سره تش په نوم مبارزه کړې او هيڅ لاسته رواړنه يې نه ده لرلې.
د خوشرو په باور د افغانستان مسله د ديپلوماتيکو او سوله ييزو لارو حل کېدی شي او په خبره يې چې ايران د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
تر دې مخکې يو شمير امريکايي سياستوالو هم ويلي و، چې امريکا په افغانستان کې د ماتې پر لور روانه ده او له دې وروسته نه ده پکار چې امريکايي ځواکونه هغه هېواد کې پاتې شي.



