د سولې عالي شوار: د افغانستان د ستونزې حل بين الافغاني خبرې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۲): د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي وايي، د هېواد ستونزه يواځې د بين الافغاني او مخامخ خبرو له لارې حل کېدای شي.

نوموړي دغه څرګندونې اندونيزيا ته د سولې شورا د پلاوي د سفر پر مهال وکړې او بين الافغاني مذاکرات يې د افغانستان د ستونزې اساسي حل وباله.

خليلي هيله مندي څرګنده کړه، چې د افغان سولې مسله يوځل بيا په نړيواله کچه د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

د هغه په باور، د افغانستان ستونزه يواځې په سياسي لارو چارو حل کيدای شي، نه په پوځي لارو.

دا په داسې حال کې ده، چې  د کريم خليلي په مشرۍ د سولې عالي شورا يو پلاوی اندونيزيا ته تللی او هلته يې د هغه هېواد له ولسمشر او ديني عالمانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا ويلي، چې د دغه هېواد عالمان به په نږدې راتلونکي کې د اسلامي همکاريو سازمان په مرسته د افغانستان د ستونزو په اړه يوه غونډه جوړه کړي.

د سولې عالي شورا چارواکو تېر کال هم په سعودي کې د افغانستان د ستونزې د حل په موخه د ديني عالمانو د يوه کنفرانس د جوړولو اعلان کړی و. خو د نامعلومو دلايلو پر اساس وځنډول شو.

تر دې وړاندې هم په ورته ډول غونډې جوړې شوي دي، خو شنونکي د سولې عالي شورا جوړې شوې غونډې يواځې نمايشي ګڼي او په وينا يې چې هيڅ لاسته راوړنې نه لري، په خبره يې له تيرو لسو کلونو راهيسې يې ميليونونه ډالره پيسې لګولي دي.

د شنونکو په باور، دغه شورا د حکومت او بهرنيو کړيو تر اغېزې لاندې ده او په هيڅ ډول د سولې خبرې مخته نه شي وړلای.

دوی زياتوي، دا چې د دولت يوه ستره مخالفه ډله طالبان دي او په قطر کې سياسي دفتر او نماينده ګان لري که رښتيا هم د دوی غونډې د سولې لپاره وي نو د اندونيزيا، سعودي، پاکستان او نورو هېوادونو ته تګ به په سوله کې کوم پرمختګ ونه کړي او په وينا يې چې مخامخ دې په قطر کې له طالب استازو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button