ترافيکي پېښو کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۲): د کندها-کابل پر لويه لاره او د هرات -ادرسکن ولسوالۍ تر منځ د ترافيکي پېښو له کبله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړی ترافيکي پېښه نن سهار ۸ بجې د کندهار- کابل پر لويه لار د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي، په سيمه کې د يوه مسافر وړونکي ۳۰۳بس او کرولاموټر تر منځ ټکر شوی، چې په پايله کې يې ۱۶ کسان ټپيان شوي دي. د ټپيانو له ډلې د دوو تنو روغتيايي حالت ښه نه دی.

له بله پلوه د هرات چارواکو ويلي، چې د هرات- ادرسکن د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له کبله درې تنه مړه شوي او يو بل سخت ټپي دی.

د هرات د حوزوي روغتون وياند رسنيو ته وويل، چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې او په خبره يې ادرسکن ته پر لاره يو کرولا ډوله موټر له يوه لوی باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

ډيری خلک د ترافيکي پېښو رامنځته کېدل د موټرچلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button