که د جرایمو پلټنه وشي، حکومت به له منځه ولاړ شي

سرليکنه

په افغانستان کې څلور لسیزې وشوې چې جګړې روانې دي. په دې جګړو کې چې کوم یو واکمن حکومت کړی دی، د خپلې حکومتولۍ په دوران کې یې ډول ډول جرايم سر ته رسولي دي. پر ولس یې د هر ډول جرایمو صرفه نه ده کړې. له کمونستانو را واخله تر نن ورځې پورې، په افغانستان کې ولسي وګړې د مذهب، ژبې، سیمې، سیاسي، وسله وال مخالفت، د بېلابېلو نومونو علماء، پوهان، استادان، علم، پوهې او دین وطن ته رښتیني خدمتګاران په ډول ډول شکنجو، څه په زندانونو او څه ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې ډله ییز قبرونه جوت ثبوت دی.

د نړيوالې محکمې څارنوالې، فاتو بنسودا ډېره غوره وينا کړې ده، ويلي یې دي چې په افغانستان کې په تېرو کلونو کې امريکايي، افغان پوځونو، د سي.آى.اې جاسوسانو او طالبانو له جنګي قوانينو سرغړونه کړې ده.

 دا معلومات به هغه وخت وشي او له حقيقته به پرده پورته شي چې په رښتینې توګه پلټنې وشي؛ خو اندېښنه دا ده چې په تېرو کلونو کې، چې جګړې پیل شوې دي، په افغانستان کې د امريکايي پوځونو لخوا پر افغان ولسي وګړو د ړندو بمباريو په دوران کې مرګ ژوبله اوښتې ده، اوس  د افغان ولسي وګړو مرګ ژوبله د تش په نامه  پلټنو په توګه امکان لري د نړيوالو په سترګو کې خاورې واچول شي. په دې پلټنو سره به د نړيوالو اعتراضونه غلي کړي. په پايله کې به په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو ټول جنايات او افغان وژنه تر خاورو لاندې پټه کړل شي.

موږ په افغانستان کې پر ولس د زور او ظلم چې هر څو ک یې پلټنه کوي، ملاتړ یې کوو – خو هغه پلټنه چې په حقيقي توګه پلټنه وي او د افغان ولس سره شوي ظلمونه پکې په ډاګه شي، مجرمينو ته سزا ورکړل شي.

او که مجرمينو ته سزا ورکړل شوه، په حکومت کې به د تېرو حکومتونو بقايا واکمن او تش په نامه جهادي مشران پاتې نه شي، ځکه دا ټول په افغانستان کې د ډول ډول جرايمو مرتکبين دي.

په افغانستان کې چې په جرمونو او مجرمينو هر وخت بحث کېږي او يا یې په اړه معومات ترلاسه کېږي، له حقيقته پرده نه پورته کېږي. بايد لومړی له ټولو ولاياتو مستند راپورونه ترلاسه کول او يا د ځپل شویو کورنيو له وارثانو سره کتنې او ترې معلومات ترلاسه کول په نظر کې ونيول شي، په دې اسا س بيا پوره او کره څېړنه کېږي.

دمخه هم څو ځله په افغانستان کې يواځې د حکومت له څو چارواکو سره د څېړنو په نامه ليدنې شوې دي، يا په کوم زندان کې يواځې له مسئول سره ليدنه شوې، له زندانيانو هېڅ ډول پوښتنه نه کېږي؛ دې ډول څېړنو ته هېڅ وخت څيړنه نه شي ويل کېداى.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې، فاتو بنسودا د دغې محکمې له قاضیانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو ښکیلو غاړو د کړنو په اړه د پلټنو اجازه ورکړي. خو فکر نه کېږي دغه ډول څېړنې سرته ورسېږي. د تېر په څېر به هوايي سروې وشي او له زندانيانو او ولسي وګړو سره پر شوي ټول ظلم او ځورونو به خاورې واړول شي.

مېرمن بنسودا له څېړنو دمخه ويلي چې طالب وسله والو جنګي جرايم ترسره کړي، خو د حکومت په اړه یې ويلي چې په زندانونو کې زندانيانو ته شکنجې ورکړل شوې او پر ځینو زندانيانو، چې مقصد یې ښځينه زندانيان دي، جنسي تېری شوی دی.

د نړيوالې محکمې څارنوالې په خپل غوښتنلیک کې ویلي: په لاس کې شته معلومات دا یقیني کوي چې امریکايي پوځیانو او د سي.آیاي جاسوسانو (ایجنټانو) په افغانستان کې بندیان ځورولي، وحشیانه چلند یې ورسره کړی، حیثیت ته یې زیان رسولی او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

امريکا د نړۍ په ټولو ټولنو کې خپل غړيتوب ترلاسه کړی دى، خو د جرمونو د مخنيوي غړيتوب نه اخلي؛ ځکه په نړۍ کې چې څومره جرمونه کېږي، هغه د امريکايانو لخوا سر ته رسېږي، لکه په نړۍ کې چې د تروريزم بنسټ امريکا ايښی او پر ناګاساکې –  هيروشيما یې اتومي بمونه وغورځول، همدا ډول د هر ډول جناياتو او انسان وژنې بنسټ امريکا ايښى دى، په عراق او افغانستان کې یې تر ټولې نړۍ زيات جرايم سرته رسولي او لا دوام لري.

پر امريکا خو د نړيوالې ټولنې څارنوالې اوس د جرايمو اعتراف وکړ، خو پر افغان حکومت سيما ثمر دمخه ويلي وو چې حکومت په کامله توګه د بشر له حقوقو څخه سرغړاوی کوي. که په حقيقي توګه نړيواله ټولنه په افغانستان کې د جرايمو پلټنه وکړي، افغان ولس ته خو مجرمين څرګند دي، نړيوالو ته به هم څرګند شي، په حکومت کې به هيڅوک له جرمونو پاک پاتې نه شي، بلکې د حکومت شته ټول چارواکي او چورواکي به له منځه ولاړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button