کنړ او نورستان کې پولیسو ته اعاشه او مهمات نه ورکول کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۵ فرید افغان)
د کنړ ولایت سرحدي پولیس وایي چې دوی ته د دولت له خوا ډوډۍ، اعاشه او مهمات نه ورکول کیږي او له همدې امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ‹‹ناوه پاس›› کنډو سرحدي پولیس وایي چې شاوخوا ۶ میاشتې کیږي چې د خوراکي توکیو له کمښت سره مخ دي؛ خو اړوندو حکومتي چارواکو یې غږ نه دی اورېدلی.
دوی وایي چې حکومتي چارواکو د دوی په تبدیلي کې هیڅ اقدام نه دی کړی
پر همدې مهال د ختیځ ولایتونو د سرحدي لوا ویاند ادریس مومند یادو پولیسو ته د اعاشې د نه رسولو خبر مني؛ خو وایي چې یادو پولیسو ته یې څه اندازه اکمالات کړي دي او زیاتوي چې څه موده وروسته به یې له یاد کنډو څخه نورو پوستو ته تبدیل کړي.
پر همدې مهال د نورستان ولایت د ‹‹دواب›› ولسوالۍ پولیس هم د امکاناتو له نشتون او د خوراکي توکو له کمښت نه سر ټکوي.
د دواب ولسوال او امنیتي ځواکونه وایي چې شاوخوا ۳ کاله کېږي، چې پوځي جامې او خوراکي توکي نه دي ورکړل شوي او د مهماتو د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دواب ولسوال فدا محمد امین وایي چې یاده ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د سختې محاصرې لاندې ده، پولیس یې د لوږې له امله له خلکو وظیفه راټولوي، د خوب بسترې هم له هغوی څخه په سوال راوړي او خپلې میاشتنۍ تنخواوې هم له اصلي معاش کمې په دوهم او دریم لاس ورته رسیږي.
ولسوال وایي چې پولیس یې د سختې لوږې او تندې سره مخ دي خو مرکزي حکومت یې تر اوسه غږ نه دی اوریدلی.
ولسوال ګواښ کړی چې که حکومت یې ستونزو ته جدي پام ونه کړي د ولسوالۍ مرکز به طالبانو ته پریږدي.
د ولسوال په خبره ‹‹ له ۱۳۹۳ کال راپدېخوا موږ ته هېڅ درېشۍ نه دي راغلې، نوره هېڅ البسه هم نه ده راغلې، دلته له خلکو غنم او جواري اخلو، موږ له خپلې اعاشې او اباطې هېڅ خبر نه یو، پولیس په شخصي جامو او غټو غټو پکولونو او پګړیو کې د اربکیانو په شان ګرځي››
د کورنیو چارو مرستیال ویاند نصرت رحیمي ستونزه مني او وایي چې هڅه کوي محاصره سیمو ته د هوا له لارې اکمالات ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یوه راپور کې ویل شوي و چې د تنخواو د کمښت له کبله د افغان پولیسو له لیکو په ورځني ډول لسګونه پولیس تیښته کوي.
څو ورځې وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان پوځي جنرال له قوله خبر ورکړی و چې سږکال د افغان ځواکونو په تلفاتو، تښتیدلو او ګڼو نورو مواردو سربیره د جلب او جذب پروسه هم کمزورې وه.
د ورځپاڼې په خبره ، ، په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۴۲ زرو، په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې ۳۷زرو او د ۲۰۱۷ میلادي کال تر نیمايي پورې دیارلس زرو تنو خپل نومونه امنیتي لیکو ته ثبت کړي دي.
چې څرګندوي افغان پوځ د امریکا له ټولو پوځي لوجستیکي مرستو سره سره بیا هم له انزوا سره مخ ده.



