دادفر سپنتا د ملي يووالي پر حکومت نيوکې وکړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) د امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګين دادفر سپنتا يو ځل بيا د ملي يووالي پر حکومت نيوکې وکړې او هغه يې نا قانونه او د پرديو په لاس جوړ شوی وباله.
دادفر سپنتا چې نن يې په کابل کې د افغانستان د روان بحران د حل په اړه په يوه غونډه کې خبرې کولې وويل: د ملي يووالي حکومت د افغانانو په خوښه نه دی جوړ شوی او په خبره يې چې ګډ حکومت د نړیوالو قدرتونو په مصلحت او د هغوی په خوښه جوړ شوی، نو ځکه مشروعيت نه لري.
هغه زياته کړه، د ملي يووالي حکومت د هېواد په نږدې پنځوس سلنه خاوره حاکميت نه لري او ورځ تر بلې د جګړو او نا امنیو کچه لوړېږي.
سپنتا وويل، ګډ حکومت له نړیوالو سره په اړيکو جوړولو کې پاتې راغلی، د امنیت په راوستلو او د جګړو کمولو لپاره هيڅ طرحه او پلان نه لري، د ډيرې مودې په تېرېدو لا هم نه غواړي چې د يوې سمې لارې د حکومت مشروعيت قانوني کړي.
د هغه په باور، افغانان دې مشروع حکومت جوړلو لپاره د لويې جرګې د دايرولو هڅې وکړي.
څه موده مخکې هم نوموړي ويلي و، چې خلک دې اوسنی ناقانونه حکومت پای ته ورسوي.
د هغه په ګډون يو شمير سياستوال هم د ملي يووالي حکومت نامشروع ګڼي وايي، له اساسي قانون څخه سرغړونه روانه ده.
تر دې مخې د حزب اسلامي مشر ګل بدين حکمتیار او د ملي محور غړي اصف اشنا هم د ملي يووالي حکومت نا مشروع او د هغې دوام له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی و.
د ملي وحدت حکومت د یوې هوکړې پر بنسټ جوړ شوی و، چې په دوو کلونو کې به لويه جرګه رابلل کېږي چې پکې به د اجراييه رياست د برخليک په اړه پرېکړه کېږي، تر اوسه يې په اړه اقدام نه دی شوی.
شنونکي وايي، ګډ حکومت د لويې جرګې له رابللو ځکه وېره لري، چې ګډون کوونکي يې د موقت حکومت د رامنځته کېدو وړانديز ونه کړي.



