پکتیا:سلګونه قهرجنو کسانود والي او ښاروال پرضد لاریون وکړ

پکتیا:سلګونه قهرجنو کسانود والي او ښاروال پرضد لاریون وکړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۵ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د پکتیا ښاروالۍ د والي په امر د دې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د بنوزیو په سیمه کې دخلکو سلګونه ودان کورونه په دې پلمه وران کړل چې دلته به ښوونکو او په جګړو د قرباني عسکرو کورنیو ته نمرې ورکول کیږي، نن یې په غبرګون کې د یادو میشت ځایونو سلګونه اوسیدونکو په یوه اعتراضي لاریون کې د خوست پکتیا لاره تړلې، او د والي پرضد یې شعارونه ورکول.
معترضینو ویل، تر هغو چې یې د خونو په بدل کې حکومت تاوان نه وي ور کړی دوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکوي.
که څه هم د پکتیا والي او سیمیز چارواکي یاده سیمه غصب شوې بولي خو لاریونوال وایي چې ولایتي ادارې پر دوی ظلم کړی او باید دوی ته بیرته خپل حق ورکړي.
لاریونوالو د پکتیا د والي شمیم خان کټوازي او د ګردیز د ښاروال پر ضد شعارونه ورکول او هغوی یې په زور واکي تورنول.
څو ورځې کیږي په یاده سیمه کې ولاړې کلاګانې آباد کورونه د بلدوزرو پر مټ نړول کیږي،
د دې ولایت د والي په خبره چې، حکومت غصب شوې ځمکې د خلکو څخه خلاصوي.
د یادونې وړ ده چې یاده سیمه په ګردیز کې د امریکایانو د اډې ترڅنګ پرته ده چې ویل کیږي د داود خان په وخت کې د ۵۰۰ جریبه رسمي ځمکې په نوم ثبت وه .
بلخوا حکومت هڅه کوي چې د امریکایانو د اډې شمال لوري ته پرته د خلکو په پلرنۍ ځمکه هم خپله ولکه ټینګه کړي اوس دیادې سیمې خلک له دولت سره پر خپله ځمکه دعوې چلوي .



