ملي محور ګوند: هرڅومره ژر باید لویه جرګه را وغوښتل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۵ فرید افغان)

د افغانستان د ملي محور ګوند مشرانو نن د « افغانستان وژغورۍ» تر سرليک لاندې  په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان روان وضعیت د اندیښنې وړ دی او هرڅومره ژر باید دافغانستان د ملتونو یوه لویه اجماع راوبلل شي ترڅو خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

 د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا غونډې ته وویل چې، د ګډحکومت په جوړښت کې د اساسي قانون ټول ټکي له پامه غورځول شوي، ولسمشر د شفافو انتخاباتو له لارې نه دی راغلی، د پارلمان استازي د ولسمشر په امر له انتخاباتو پرته خپلې دندې ته دوام ورکوي او وضعیت ورځ تر بلې کړکیچن کیږي.

سپنتا زیاته کړه چې،  نړیواله ټولنه د افغانستان د مسئلې په اړه ویشلي سیاستونه لري، په کور دننه نا امني، فقر او په حکومتي اداراتو کې پراخ مالي فسادهغه څه دي چې هیواد یې د ناڅرګند راتلونکي سره مخ کړی دی.

د سپنتا په خبره؛ د دې ټولو عواملو حل په لویه عنعنوي جرګه کې نغښتی ترڅو ملت د خپل راتلونکي پریکړه په خپله وکړي.

ډاکټر سپنتا څرګنده کړه چې  اوسنی حکومت د بهرنیانو په خوښه جوړ شوی، قانوني مشروعیت نه لري.

حکومت د سپنتا خبرې رد کړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دواخان مینه پال ویلي چې د لویې جرګې دایرول غیرقانوني کړنه ده.

په غونډه کې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې، افغانانو ته د امریکا نظامي حضور هیڅ دمنلو نه دی.

د ضعیف په وینا که امریکا په ریښتیا هم په سیمه کې د سولې په لټه وي نو په سیمه کې دې دنظامي حضور پر ځای په رغنیزو او اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

په غونډه کې د محور ګوند مشر خوشال روهي وویل چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره  اړینه ده چې یو اسلامي کنفرانس تضمین وکړي تر څو په یوه او بل د طرفینو شته بې باوري له منځه لاړه شي

د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت مشرتابه هغو حکومتي چارواکوته له دندې د ګوښه کولو ګواښ کړی چې د لویې جرګې په اړوند غونډو کې اشتراک کوي.

ځینې رسنیو راپورونه ورکړي چې د ګډحکومت مشرتابه هڅه کوي چې په ولایاتو کې د لویې جرګې پرضد غونډې را وبولي.

ګډحکومت ویره لري چې که لویه جرګه را وغواړي، له دوی څخه به واک سلب کړي او پر ځای به یې داسې مشر وتاکي چې ټولو اړخونو ته د منلو وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button