حکمتیار صیب له داعش سره کړی بیعت دې بیا تازه کړه!/ خالد روان

د حزب اسلامي او حکمتیار له طالبانو سره پخه دُښمني ده. دغه دُښمني هغه وخت پیل شوې، چې کله طالبانو کابل فتح کړ او حکمتیار د دې پرځای چې له طالبانو سره بیعت وکړي؛ ایران ته ولاړ او ځان یې د ایراني اخوندانو په غېږ کې وغورځاوه.

د امریکا د یرغل وروسته زرګونه حزبیان دولت ته راغلل او د کرزي د حکومت غوښنه برخه شوه. وزارتونه، والیان، مرستیالان او د لوړو ادارو مشران همدغه حزبیان شول؛ خو یوازې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له کرزي او امریکا سره دُښمني وکړه. داسې دُښمني چې څو واړه بریدونه او د دوی ډېر ګرم تبلیغات. کرزي ته هم ډېر حزبیان راغلل او ولاړل؛ خو کرزي د حکمتیار سره سوله نه کوله او وخت یې پر دې او هغې تېراوه.
د کرزي د واکمنۍ په وروستي کال د داعش فتنې سر راپورته کړ او لومړی حزبیان وو، چې له داعش سره یې بیعت وکړ. کله چې داعشیانو د ټوپک شپېلۍ پر طالبانو واړولې؛ نو لومړی همدغه حکمتیار و، چې د داعشیانو سره یې بیا بیعت تازه کړ. حزب اسلامي خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې د طالبانو پر ضد له داعشیانو سره مرسته وکړي او د دوی پر ضد یې جګړه «جهاد» في سبیل الله وګاڼه.

داعش خدای وشرماوه. د حکومت دننه کړیو سربېره نړیوالو هم وویل، چې داعش د امریکا، افغان حکومت، پاکستان او ناټو ګډه پروژه ده او د دې پروژې پر مټ غواړي طالبان کمزوري کړي او روسیې او چین ته کورنۍ ستونزې راولاړې کړي. دغه اوازې په حقیقت بدلې شوې او ورځ تر بلې لا نور هم د حقیقت جامې اغوندي.
حکمتیار څو میاشتې وړاندې کابل ته راغی او د کابل نه یو ځل بیا پر طالبانو لفظي بریدونه پیل کړل. د حکمتیار چې کومه لوبه زده وه هغه یې ترسره کړه؛ خو باطل تل له منځه تلونکی دی او حق پاتې کېږي.
کابل مېشتي حکمتیار ان پر امریکايي عسکرو د طالبانو بریدونه وغندل؛ خو د کندوز، کابل، هلمند، میدان وردګو، ننګرهار، لوګر، فراه، کندهار او د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې یې د امریکايي بریدونو په اړه چوپتیا غوره کړه او ځان یې پرې غلی کړ.
نن د همدغه حکمتیار پرکټیان د ننګرهار پر ولسونو ظلمونه کوي، کورونه یې سوځي، مالونه، څاروي او شتمني یې لوټي. د ځوانانو سرونه پرې کوي، سپین ږیري پر بمونو کېنوي، ټول ولس ورته «مباح الدم» ښکاري او آن د جنت او دوزخ ټکټونه هم ورسره دي. خو نه حزب اسلامي او نه ګلبدین حکمتیار پرې غږ اوچتوي او ان غندي یې هم نه.
حکمتیار صاحب! نن هغه ولسونه ستا د بیعتیانو له لاسه کډه کولو ته اړ شوي، چې تاته یې ځای درکړ، ستا درنښت یې وکړ، ستا مېلمه پالنه یې وکړه او څو ورځې یې ستاسې دروند هرکلی وکړ.
حکمتیار صاحب! همدغه ولسونه تر کابله بدرګه درسره ولاړل؛ خو تا کړې ژمنه هېره کړه او د ننگرهار خلک دې د خپل شریک باڼي«حنیف اتمر» ظلمونو ته پرېښودل.
حکمتیار صاحب! که د داعشیانو پر ضد غږ نه شي پورته کولی؛ نو هغه کړی بیعت خو دې بېرته واخله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button