ملي يووالي حکومت: له هېواده بهر د افغانانو په جګړو خوښ نه يو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي،ملي يووالي حکومت له هېواده بهر د افغانانو په جګړو خوښ نه دی، زياتوي چې افغانان دې په هرځای کې د سولې او امن ژوند وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د وزيرانو شورا ناسته کې وروسته له هغې وکړې، چې تېره ورځ د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق په تهران کې د فاطميون په لښکر کې له افغانانو مننه وکړه او د سوريې په جګړه کې يې د هغوی ونډه وستايله.

اجرائيه رياست په داسې حال کې په بهر کې د افغانانو په جګړه ناخوښي ښودلې، چې پرون ناوخته د مشرانو جرګې رئيس او د ولسي جرګې دوهم مرستيال  د محقق د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او دا يې د ملي ګټو پرضد وبللې.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وويل: چې محقق صيب په دې اړه تېروتی، زياته يې کړه افغانان د سوريې او عراق دست پاک جوړېدل نه غواړي او نه غواړي چې پردی جنګ هېواد ته راوړي.

دغه راز د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي، د محقق څرګندونې غير اخلاقي، غير قانوني او د نوموړي شخصي نظر وباله، له حکومت نه يې غوښتنه وکړه، کله چې کوم سياسيون د حکومت په استازيتوب بهر ملکونو ته سفر کوي نو د دا ډول څرګندونو دې ډډه وکړي، دا نه د دولت او نه هم د ملت خوښه ده، ځکه دغه ډول خبرې د ملت په زيان او سياسي سوداګري ده.

خو محقق د ايران انټرنيشنل سره په تازه مرکه کې د خپلو څرګندونو دفاع کړې ويلي يې دي، چې دی ټولې خبرې د هېواد په ګټه کوي او د هېواد په استازيتوب يې دغه ډول څرګندونې کړي دي.

هغه وويل: (که داسې خلک پیدا شي چې د داعش په پلوۍ او زما پر ضد څرګندونې وکړي، نو ملت پوهيږي چې داسې خلک له کومه ځايه خړوبيږي.)

ويل کېږي، د فاطميون لښکر چې د ایران سپاه پاسدران پوځ له لوري اداره کېږي او زرګونه افغانان يې د تهديد، پيسو او تابعيت ورکولو په لالچ،  د سوريې جګړو ته استولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button