هندو سفیر؛ د چابهار بندر خلاصون پر پاکستان منفي اغیز کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۶ فریدافغان)

په کابل کې د هندوستان سفیرسفیر منپریت ووهرا ویلي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دغنمو او نورو سوداګریزو توکو لیږد ته لا پراختیا ورکوي او دا لړۍ به همداسې روانه وساتي.
د سفیر په خبره، چې د چابهار بند له لارې د افغانستان او هند د اقتصادي اړیکو ښه والي پر پاکستان منفي اغیز کړی دی.
د هند سفیر ژمنه وکړه، چې ډیر ژر به له سوداګریزو توکو بار ۷ بیړۍ د همدې لارې افغانستان ته ورسیږي.
څو اونۍ وړاندې د دې بندر له لارې افغانستان ته د هند ۱۵ زره مټریک ټنه غنم ولیږدول شول چې افغان چارواکو د پریکړې تر مخې، له دې غنمو څخه به په بیړنیو حالاتو کې کار اخلستل کیږي.
اوسمهال د دغه بندرلومړۍ برخه فعاله شوې چې په یوه وخت کې د ۸۰ تر۱۰۰ ټنو پورې توکو د ځای ظرفیت لري.
د ترانسپورت وزارت ویلي چې د چابهار بندر لار د نورو هغو په پرتله اقتصادي او ارزانه تمامیږي
د دې وزارت چارواکي وایي چې له دې لارې د سوداګریزو توکو په هر کانټینر د نورو لارو په پرتله ۱۰۰۰ ډالره کم لګښت راځي.
دیادونې وړ ده چې د چابهار بندر هوکړه یونیم کال وړاندې، د افغانستان، هند او ایران د دولتونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.
وروسته تر هغه چې پاکستان د افغانستان سوداګریزو توکو پر مخ خپلې ترانزیټي لارې وتړلي، نوې دهلي او کابل د اقتصادي اړیکو لا پراختیا لپاره هوایي او ځمکني لارې پرانیستې چې چابهار د بندر خلاصون او له کندهاره د میوو د لیږد هوایي ترانزیټ شامل و.

تېرکال هند د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې پر دې بندر به د ریل پټلۍ او سړکونو جوړولو ترڅنګ د خونو جوړول او بر دې لاره سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرول به یې له لویو پروګرامونو څخه وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button