امریکا د افغان پوځ په لیکو کې د جنسي ځورونو د پلټنې مخه نیولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۶ فرید افغان)
دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت ‹‹پنټاګون›› د افغان پوځ په لیکو کې پر هلکانو د جنسي ځورونو د پلټنو مخه نیولې ده.
څو میاشتې وړاندې د امریکایي سرپلټونکې ادارې مشر جان سوپکو د امریکا کانګریس ته په خپل درې میاشتنی محرم راپور ویلي و چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د ‹‹بچه بازي›› او ښایسته هلکانو د ساتلو موضوع ګرمه روانه ده
د سیګار مشر ویلي و چې امریکايي ځواکونه هم د دولتي ځواکونو پر دغه جرم سترګې پټوي او د افغان چارواکو پالیسي هم ناڅرګنده او پیچلې ده، او زیاته کړې يې ده چې حتی ځیني وخت ددې پر ځای چې پر ماشومانو جنسي تیری کوونکي وپيژندل شي او محکمه شي، د قومندانانو د هوس قرباني شوي ماشومان او هلکان مجرم پيژندل کیږي او بندیانیږي
سیګار له افغان دولت او څیړنیزو بنسټونو غوښتي و چې په دې اړه باید بې پرې څیړنې وشي.
تازه راپورونه وایي چې امریکایانو اجازه نه ده ورکړې چې دا څیړنې دې ترسره شي.
سیګار هغه مهال ویلي و چې دوی ته هم د پوره څېړنې او تحقیقاتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
سیګار همداراز ویلي و چې د پوځ ځینې قوماندانان او یو شمیر دولتي چارواکي د خپلو وژل شویو ملګرو له کونډو څخه د جنسي اشباع غوښتنه کوي .
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې په یوه څیړنیز راپور کې ویل شوي و چې له حکومتي پوستونو،او د پوځ له لیکو نیولې بیا تر ښوونیزو او روغتیایي ادارو پورې غوڅ اکثریت ښځینه کارمندان د جنسي اړیکو ښکار دي.
همداراز د پوځ په لیکو کې په پیسو او زورواکي باندې ماشومان هڅول کیږي چې د قوماندانانو هرحکم ته غاړه کیږدي .



