پاکستان: د قانون وزير زاهد حامد استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۵) له ۲۲ ورځو لاريوونو وروسته د تحريک لبيک يا رسول الله ډلې د پاکستان د قانون وزير زاهد حامد استعفا ته اړ کړ.
د دغه هېواد د رسنيو د راپور پر اساس د قانون وزير زاهد حامد خپله استعفا لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ته استولې، چې د ورځې په اوږدو کې به د هغه له لوري ومنل شي.
په پلازمينه اسلام اباد کې له تېرو درې اوونيو راپديخوا د لبيک يارسول الله تحريک مظاهرې پيل کړې وې او د قانون وزير د استعفا غوښتنه يې کوله.
لاريوونوالو د وکيلانو د لوړې په قانون کې د هغې مادې د بدلون په اړه اعتراضونه کول، چې په وينا يې پر ختم نبوت د باور ټکی ترې ويستل شوی دی.
بالاخره نن د دوشنبې په ورځ د حکومت او مظاهره چيانو تر منځ مذاکرات وشول او د لبيک يارسول الله ګوند شپږ غوښتنې وکړي، چې مهمې يې د قانون د وزير استعفا او د نيول شويو لاريوونوالو خوشې کول دي.
د حکومت د ګوند د مذاکراتو تر منځ پوځ منځګړيتوب کړی او په دغه هوکړه د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال او لبيک يارسول الله د ګوند د مشر خادم حسين لاسليکونه شوي دي.
د پاکستان حکومت د لوړې په قانون کې راغلی بدلون يوه کتبي تېروتنه بللې او وروسته يې وويل چې اصلاح کړې يې ده.
خو د دغه ګوند پلويانو چې په لاريونونو راوتلي و د قانون د وزير د استعفا او هغه ته د جزا ورکولو غوښتنه کوله، چې په پايله کې يې لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شول چې په ترڅ کې يې د اوو تنو د وژل کېدو او له دوو سوو زياتو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول.



