کندهار: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې پر مهال يې ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ميوند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدالله کابل ټکی کام ته وويل، دغه عمليات د بند تيمور په سيمه کې شوي او په خبره يې چې ګډو ځواکونو د ځايي خلکو کورونه پلټلي، په درې بېلابېلو کورونو کې يې ۶ تنه وژلي او له کلي يې ۱۲ تنه د بنديانو په ډول له ځان سره وړي دي.
نوموړي زياته کړه، په عملياتو کې د ځاني زيان سربيره خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي، زياتوي چې ګډو ځواکونو د کليوالو اوو موټرونه، موټرسايکلې او زرنج ډوله موټرسيکلې هم سوځولي دي.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د ګډو ځواکونو عمليات تاييد کړي، په خبره يې چې ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې په هېواد کې د ګډو ځواکونود زياتېدونکو ځمکنيوعملياتو او هوايي بريدونو له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.



