د ستونزو حل لاره: د نظام بدلون

تبصره
تر تېرو کلونو په روان کال کې په هېواد کې د بې کاريو، ګرانۍ، سړي تښتونو، هدفي وژنو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه. د حل لپاره یې له سياسي او جهادي مشرانو څخه هم لاره ورکه ده، کله سيمه ييز اېتلافونه، کله سياسي او کله بیا د جهادي مشرانو په کچه اېتلافونه وکړي، خو تر اوسه پورې په يوه اېتلاف سره هم کاميابي تر لاسه نه شوه.
د تېر په څېر، په حکومتي کچه فساد اوج ته ورسېد، ورځ په ورځ حکومت ولسوالۍ او سيمې له لاسه ورکوي، ځوانان له هېواده له بې کاريو او ناامنيو تښتي او پانګه وال خپلې پانګې په هېواد کې خوندي نه ويني.
د دې ستونزې د حل لپاره يو ځل بيا يو شمېر سياستوالو د حکومت پر خلاف غږ پورته کړ، وايي چې د لویې جرګې د رابللو له لارې دا ستونزه حل کېداى شي. موږ په خپل تاريخ کې لويه جرګه د ستونزو د حل لپار ه ښه لار بولو، خو لويه جرګه چې کله هم راغوښتل شوې ده، د نظام په بدلون سره یې په هېواد کې ستونزې حل کړې دي او تر څو چې په هېواد کې نظام بدل نه شي، هېڅ وخت د ستونزو په حل برى نه شو موندلای.
حکومتي چارواکي له شرمه څه نه شي ويلای، هغوی هم د خپل نظام په بدلون خوښ دي، بې له څو د ګوتو په شمېر اشخاصو چې په ګډوډيو کې خپلې ګټې ګوري.
دا ثابته خبره ده چې په ګډوډيو او بې ثباته نظام کې د هيچا خير نه شته. هغه چې پکې خپل خير ويني، تر ټولو زيات تاوان هم هغوی ته رسېږي چې بيا په دغه ډول ګډووډيو کې له خوښاله اشخاصو د تيښتې لاره هم ورکه وي.
د موجوده حکومت سياسي مخالفينو دمخه هم له فساده پر ډک حکومت نيوکي کړې وې، خو اوس یې په ډاګه وويل چې د افغانستان له نيمايي زياته خاوره د مخالفو وسله والو ډلو په واک کې ده او په داسې حالت کې حکومت قانوني مشروعيت نه لري.
د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزير، رنګین دادفر سپنتا، چې د کرزي ښى لاس ؤ، پر موجوده حکومت غږ کړی دی. وايي، حکومت په خپل اوسني ترکيب او د ولسي جرګې په تمديد سره د اساسي قانون اصلي ارکان نقض کړي دي.
که حقيقت ته نظر وشي، ټول حکومت له نقضه ډک دى؛ په حکومت کې د مشروعيت هيڅ نه دي پاتې. يواځې بمبارۍ او پر ولس تپل شوې جګړه ده چې حکومت پکې د وخت ساه اخلي، نور په حکومت کې هيڅ پاتې نه دي. وسله والو طالباتو ترې تر نيمايي زياته خاوره نيولې، چې خپله د حکومت چارواکي او سياسي مخالفين پرې اعتراف کوي، بيا هم په ارګ کې ناست دوه ډاکټران او دوه درځنه مشاورين د حکومت غږ پورته کوي او خپل نامشروع حکومت ته د مشروعيت رنګ ورکوي.
د حکومت سياسي مخالفين وايي: په يوه بېړني حالت کې قرار لرو، په هېواد کې جګړه روانه ده، وژنې او وينه تويول تر پخوا زيات شوي دي، بايد حالت تغير وکړي؛ تغير یې د نظام په بدلون سره راتلاى شي او دا یې ښه حل لاره ده.
که نظام بدل نه شي، په تېرو شپاړسو کالو کې دوه دورې کرزي حکومت وکړ او دا دی درې کالو ته موجوده ګډ دوه سری حکومت هم نږدي شو، خو د بهرنيانو په بمباريو او عملياتو کې ولسي وګړي همغسي وژل کېږي. د موجوده نظام له بدلونه پرته په هېڅ صورت امن او سوله نه شي راتلاى.
په حکومت کې داخل اشخاص هم له حکومته ناراضه دي. هغه چې په غرونو کې د امنيتي پوليسو په ليکو کې شپې سبا کوي، د نورستان د پوليسو په څېر ورته درې کاله وشول چې البسه نه ده ورکړل شوې، خو د خيالي پوليسو په نامه هر څه په خپل وخت ورکول کېږي او خپلو شخصي جېبونو ته لوېږي. دا حالت به د سياسي ګوندونو مخالفت او د ولس کرکه او نفرت نور هم پسې زيات کړي.



