امریکا د طالبانو د‹‹ نفوذي›› د بریدونو له ویرې نوې قطعه جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۷ فرید افغان)
امریکایي چارواکی وایي چې د ‹‹ساتونکوفرښتو›› په نامه نوې قطعه چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د طالبانو له تکتیکي او پټو بریدونو څخه د امریکایي عسکرو مخنیوی وکړي جوړوي.
د سي ان ان تلویزیوني چینل د راپور تر مخه امریکا له ۱۶ کلنې جګړې وروسته اوس د دې په فکر کې شوې ترڅو د طالبانو د نفوذي بریدونو مخنیوی وکړي.
د ان بي سي خبریال د راپور ترمخه، امریکایي عسکرو ورته ویلي چې واټونه دومره نا امنه شوي چې اړتیاده د امریکایانو د پیاده تګ لپاره یې څارنه په هلیکوفترو باندې ترسره شي.
امریکایي چارواکي وایي د لارو او جادو پرسر له بریدونو سره سره له داخلي نفوذي بریدونو نه هم ډیره ویره لري، ځکه طالبانو د پخوا څخه ډیر د امنيتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ کړی دی.
په تیره میاشت کې د هیواد په شمال کې ۷ تنه بهرنیان ټپیان شوي او ۳ تنه نور وژل شوي دي.
امریکایي چارواکی وایي چې دا قطعه به له افغان ځواکونو څخه جدي نظارت کوي او د امریکایانو پر وړاندې به د دې ځواکونو هره کړنه څاري.
د شمیرو ترمخه په روان کال کې ۵۴ نفوذي بریدونه ترسره شوي چې ګڼو کورنیو اوبهرنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د امریکایي سرپلټونکي ادارې ‹‹سیګار›› ویلي چې په روان کال کې پر امریکایي ځواکونو ۶ نفوذي بریدونه ترسره شوي چې ګڼو امریکایي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې قطعې جوړول دا جوتوي چې د پوځ په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسان تر هغه ډیر دي چې فکر یې کیده
دا قطعه داسې مهال جوړیږي چې امریکایي چارواکي د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې شمیرې تر ډیره له رسنیو څخه پټوي او د تلفاتو شمیرې تر هغو نه اعلانوي ترڅو یې چې کورنۍ ته احوال نه وي ورکړی .
دا حملې نه یواځې داچې امریکایي روزونکو ته درنه مرګ ژوبله اړوي بلکه د دواړو لوریو ترمنځ شته اعتماد هم له منځه وړي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر ویلي و چې امریکایي ځواکونو ته د طالبانو نفوذي بریدونه تر ټولو لوی او جنجالي خطر دی



