ننګرهار: خوږياڼو کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۷) د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ يو ځل بيا درنې نښتې پيل شوي دي.

څو ورځې مخکې داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ د وزيرو په سيمه بريدونه وکړل، ځينې کلي يې ونيول او په سیمه کې ډیری خلکو خپل کورونه د داعش له ويرې پرېښودل.

د ځايي طالبانو يوې باوري سرچينې نن د سه شنبې په ورځ کابل ټکی کام ته وويل، چې طالبانو د داعش وسله والو په مورچو بريدونه پيل کړي او درنه جګړه روانه ده.

د سرچينې په وينا، طالبانو تېره شپه جګړه پيل کړې چې تر دې دمه يې د وزيرو سيمې زيات کلي له داعشيانو نيولي دي.

زياتوي: (نن تر ۸ بجو پورې سورمۍ، سورډاګ، ادوړ، مياګان، ډنډ راغه، ابکو صيب، پاچايانو کلی، خالخيل، سردارخيل او په عمر کلي کې د داعش يو لوی مرکز نيولی دی).

د وزيرو د احمدخيلو يو تن اوسېدونکی نصرالله وايي، داعش وسله والو ډير کلي خوشې کړي او له سيمې څخه په تېښته دي.

تېره ورځ په سورډاک کې د دواړو غاړو تر منځ په نښتو کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول او يو طالبانو ژوندی نيولی و.

د مالوماتو له مخې په دغه نښتو کې دوه طالبان هم  ټپيان شوي دي.

زرګونه ولسي وګړو د داعش وسله والو له وېرې خپل کورونه پرېښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

تر دې مخکې هم داعش وسله والو د ننګرهار پچيراګام او شينوارو ولسواليو کې د ولسي خلکو سامانونه، مالونه او نور وسايل له ځان سره وړي دي.

د ننګرهار ولايتي چارواکو دغه بريدونه تاييد کړي وايي، په خوږياڼو کې د دوو داعشيانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button