(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې، په اروزګان کې د تیرو څو اونیو راهیسې پیل شوي عملیات پای ته رسیدلي، دولت او طالبان یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي .
د اروزګان ولایت د امنیې قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي عملیات بریالي بللي او په وینایي چې په مټ یې خپلو موخو ته رسیدلي دي.
نوموړی د ۴۱ طالبانو د وژلو او ځینو سیمو د نیولو ادعا هم کوي.
خو طالب ویاند بیا دا هرڅه ردوي او زیاتوي چې ګډو ځواکونو له هوایي اوځمکني قوت څخه په ټول توان کار واخیست چې بالاخره یې عملیات په ناکامي سره پای ته ورسیدل.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند لنده کوڅه، سوله او کوټوالو سیمو کې پوره شل ورځې روان وو او هيڅ پرمختګ يې ونشو کړای.
طالب ویاند د دریو قوماندانانو په ګډون د ۸۷ عسکرو د وژلو ۱۳۸ د ټپي کیدو او د ۷ عرادو ټانګونو د ویجاړۍ خبر ورکړی دی.
احمدي د خپلو ۹ تنو ملګرو د وژنې او ۶ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.
ویاند ویلي چې په شل ورځنیو عملیاتو کې ګډو ځواکونو تر ۲۰ ډیر ځله تعرضي بریدونه کړی چې په وینا یې ټول بریدونه یې په شا تمبولي دي.
طالبان داسې مهال د ارزګان د عملیاتو د ناکامي خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې یې په غزني کې د صحراباد په نوم د لویو عملیاتو د ماتې خبر هم ورکړی و، چې د هغه ولایت والي یې لامل د طالبانو څخه د ولسي خلکو پراخ ملاتړ ښودلی و.


















