ازبکستان افغانستان ته ښاري بسونه او څو تراکتورونه وسپارل

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۰ فرید افغان)

د ازبکستان چارواکو نن په حیرتان بندر کې له افغان چارواکو سره د ښاري بسونو د ورکړې شوې ژمنه پوره کړه.
د دې هیواد دجمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر حمید طهماسی ته د بلخ ولایت اړوند دحیرتان بندر کې ۲۵ عرادې ښاري بسونه او ۳ عرادې تراکتورونه وسپارل.
ازبکستاني استازي له افغانستان سره د ښو اړیکو شالید بیان کړ او له افغانستان سره یې دنورو مرستو ژمنه هم وکړه.
نوموړي همداراز پلخمري ته د بریښنا رسولو سربیره ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به افغانستان ته د لیږدول شوې بریښنا نرخونه را ټیټ کړي او همداراز به له دې هیواد سره په نورو برخو کې هم د دواړو لوریو د توافق پر بنسټ مرستې وکړي.

د ترانسپورت وزیر له ازبکستاني استازي مننه وکړه او په دې ارسه کې یې له هغوی دنورې مرستې هیله هم څرګنده کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button