(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې امریکایي ولسمشر ټرمپ امریکا ته د هایتي او افریقایي هیوادونو پر مهاجرینو نیوکې وکړې او هغوی ته یې د کثافاتو لقب ورکړ، په پاناما کې د دې هیواد سفیر له خپلې دندې استعفا ورکړې.
په پاناما کې امریکایي سفیر «جان فیلي » ویلي چې نور نه شي کولی د ټرمپ په حکومت کې کار وکړي او دهغه ناکاره سیاستونه وزغمي.
رویټرز اژانس د فیلي له قوله لیکلي، چې ټرمپ یو جاهل انسان ده او د هغه له سیاستونو سره هیڅ هم نظری نه دی نو له همدې کبله دسفارت ورسپارل شوې دندې ته د پای ټکی ګدي.
د ټرمپ د ادارې دا لومړی چارواکی نه دی چې د خپل ولسمشر د ناسمو سیاستونو له امله دنده پریږدي تر دې وړاندې ګڼ شمیر چارواکو د نوموړي د نا اهلي له امله دندې پریښې دي


















