(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۳ فرید افغان)
د افغانستان ولسي جرګه وایي چې د ولسمشرۍ او اجرایه ریاست کارمندان تر ۱۵۰۰۰ تنو پورې رسیږي چې د دولت لویه بودیجه هم دغه کسان مصرفوي.
ولسي جرګه وایي، داکسان زیاتره د خپلوۍ، واسطو او رشوت ورکولو په مټ دلته راوستل شوي دي.
د ولسي جرګې وکیل زهیر سعادت وویل، ارګ د لوی مالي فساد سرچینه ده او په خبره یې چې د ګلخانۍ په ماڼۍ کې ۷۳۲۳ د جمهوري ریاست په امورو کې ګمارل شوي ۲۹۱۷ تنه د دې ریاست کارمندان دي او د ولسمشر د ساتونکو شمیر ۲۲۸۰ تنو ته رسیږي.
همداراز یې وویل چې اجرایه ریاست۱۱۲۹ تنه کارمندان او ساتونکي لري، چې په وینا یې دا ټول غیر ضروري او د فساد سرچینه بلل کیږي.
زهیر سعادت زیاته کړه، چې د ۱۳۹۷ کال په بودیجه کې تر ۶۰ ملیارده افغانیو ډیرې پیسې د جمهوري ریاست احتیاطي کود ته جمع شوې دي چې دا ټول د ملت او بیت المال پیسې دي.
د ولسي جرګې بل وکیل لالی حمیدزي بیا وویل چې داکسان د خپلوۍ ترمخه ټاکل شوي او زیاته یې کړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپلو افرادو د زیاتولو په موخه داچاره ترسره کړې ده د لالي په خبره چې دا کسان په لوړو تنخواوو ګمارل شوي چې د کارکونکو میاشتنۍ تنخوا له ۵۰ زرو نیولې بیا تر ۵۰۰ زره افغانیو رسیږي چې دا په خپله دفساد لویه بیلګه ده


















