سيمه ييز ارګانونه: د والي په توګه د عطانور لاسليک اعتبار نه لري
له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ د ولايت پر سر د ارګ او د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ ناندرې روانې دي.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۴) د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، له دې وروسته د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور لاسليک په دولتي ادارو کې د اعتبار وړ نه دی.
د يادې ادارې وياندې منيره يوسف زاده وايي، په بلخ کې له سياسي تاوتريخوالي وروسته به د دغې ولايت لپاره انجينير داود د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړي.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ د ولايت پر سر د ارګ او د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ ناندرې روانې دي.
ولسمشرۍ ماڼې شاوخوا درې اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د عطا نور استعفا يې منلې او پر ځای يې انجينير داود والي ټاکل شوی، خو نور وويل د ولسمشر غني پريکړه يو طرفه ده او دی خپله دنده نه پريږدي.
درې ورځې مخکې داسې راپورونه ورکول شول، چې د بلخ نوی والي انجنير داود په دهدادي ولسوالۍ کې په شاهين قول اردو کې د والي په توګه معرفي کېږي او هلته به خپله دنده پيلوي، خو وروسته د چارواکو له لوري دغه راپورونه اوازې وبلل شوې.
ويل کېږي، جمعيت اسلامي د عطا محمد نور د ليرې کېدو پر سر ارګ ته لس شرطونه وړاندې کړي، چې مهم يې پکې دغې ولايت لپاره والي ټاکل د عطانور په خوښه او په اساسي قانون کې د بدلون لپاره کمېسيون ټاکل، د لويې جرګې رابلل او څو نور شرطونه دي.
د نږدې يوې مياشتې په پوره کېدو لا هم د بلخ نوی والي انجينير داود نه دی توانېدلی چې دغې ولايت ته سفر وکړي او خپله دنده پيل کړي.



