آصف الله آصفي
نن د فرورۍ پنځلسمه ورځ ده، دا د افغانستان د مجاهد ولس د ویاړونو ډکه ورځ ده، دا هغه ورځ ده چې د ترلاسه کولو لپاره یې زمونږ اتل ولس نږدې پنځلس لکه شهیدان نذرانه کړي دي، دا ورځ د اسلام د شمعې د پتنګانو او د الله او د هغه د رسول ص د دین د حقیقي عاشقانو ورځ ده، دا ورځ به د تل لپاره زمونږ په هیواد کې د لمر په څیر ځلیږي، په دې ورځ به د مجاهدو شهیدانو بچیان او نسلونه په پوره زړورتوب سره اوچتې او سرې سترګې ګرځي، خو برعکس د قطبي سرو خرسانو تالي څټو او لاسپوڅو سترګې به ټیټي وي، نو ویلای شو چې دا ورځ د کمونستانو د خړو سترګو ورځ ده او د مجاهدینو د نیغې شملې ورځ ده.
دا هغه ورځ ده چې قطبي سرو خرسانو خپل تالي څټي (خلقیان او پرچمیان) د یتیمانو په څیر یواځې پریښودل او دوی ورڅخه وتښتیدل.
ځینې ساده لوح ځوانان چې د تاریخ لوستلو ته یې ملاوې ماتې دي، او یواځې له یو او بل نه د اوریدو په اساس جذباتي کیږي او ړوند قضاوت کوي، پر ځای د دې چې دا ورځ د مجاهدینو او شهیدانو افتخار وګڼي وایی چې روسان خو مجاهدینو نه بلکې نجیب ویستلي دي، خو دا ډول ځوانان له عقل نه دومره کمزوري دي چې دا فکر نه کوي چې دا روسان راوستي چا و؟ چې نجیب وویستل؟
دا ډول ځوانانو باندې غاړه خلاصوم چې د آخرت له لویې ورځې وویریږئ چې هلته به د هر انسان سره حساب کتاب کیږي، په دې ډول ړندو قضاوتونو خپل آخرت مه کرغیړن کوئ او په لوی لاس خپل ګریوان د یونیم ملیون شهیدانو په منګولو کې مه ورکوئ، زمونږ شهیدانو خپل سرونه په لاسونو کې ونیول او د خپل هیواد له حریم نه یې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ دفاع وکړه او روسان يې دې ته اړویستل چې په تیښته په داسې حال کې پښې سپکې کړي چې د سالنګ له غرونو مجاهدینو د دوی د تیښتې پر مهال هم د زمریانو په څیر بریدونه کول او خپل زړونه یې پرې یخول.
د روسانو په راوستلو ډوزمار ببرک کارمل او د هغه نورو سوډرو په اصطلاح انقلابیانو! د خپل هیواد په لکونو بې ګناه هیوادوال له تیغه تیر کړل.
خو بری تل د حق په برخه وي، مجاهد ولس وکړای شول چې لومړی د لوی الله ج په مرسته او توکل او په دوهم قدم کې د اسلامي نړۍ په مالي او ځاني مرسته او په دریم قدم کې د سوله دوسته هیوادونو پر نظامي او مالي ملاتړ، روسانو ته داسې غاښ ماتوونکی ګوزارونه ورکړي چې ټول عمر به یې له یاده نه ووځې.
امریکا او تالي څټي دې یې هم په خلاصو غوږنو واوري چې د امریکا جال او فریب هم د غڼې د جال په څیر ډیر ضعیف دی، او د الله تعالی د دې قول په مصداق چې فرمایلي یې دي : الَّذينَ آمَنُوا يُقاتِلُونَ في سَبيلِ اللَّهِ وَ الَّذينَ کَفَرُوا يُقاتِلُونَ في سَبيلِ الطَّاغُوتِ فَقاتِلُوا أَوْلِياءَ الشَّيْطانِ إِنَّ کَيْدَ الشَّيْطانِ کانَ ضَعيفاً
یعنی: هغه کسان چې مؤمنان دي د الله په لاره کې جنګ کوي او هغه څوک چې کافران دي د شیطان په لاره کې جنګ کوي نو د شیطان ملګرو سره جګړه وکړئ او د شیطان مکر کمزوری وي.
هغه ورځ لرې نه ده چې امریکا به هم د روسانو په څیر په خړو سترګو له هیواده وتښتي : فیومئذ یفرح المؤمنون بنصر الله. په دغه ورځ به بیا مسلمانان د الله په مدد د خوښۍ څرګندونه وکړي.
نو واورئ چې په دغه ورځ به مو بیا هیڅ ډول عذر ونه منل شي او حتما به د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شئ.
ژوندی دی وي اسلام
تل دې وي مجاهدین
رپانده دې وي د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اسلام بیرغ
مړه دې وي د اسلام دښمنان او د هغوی تالي څټي ګوډاګیان
مړه دې وي د خلق او پرچم خړ سترګي او ټیټ سري غلامان
لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي
چاچې ما سره وهلی سر په سنګ دی
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کې لوی ګَړَنګ یم
نصر من الله و فتح قریب

















