
د دلوی«۲۶»دتاریخ په هنداره کې
لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار
افغانستان دآسیا په زړه کې پروت هغه هیواد دی چه تل یي داسلام توغ اوجنډه لوړه ساتلې ده، تل یي خپلو دښمنانوته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې دی.
هو: دی غیرتي ټاټوبي ته تل دنړۍ کفار له غوسي شنه اوتور کیږی کله سور مخی اوبیا کله شین سترګی راشی. دی غیرتی هیواد ورته دعبرت درسونه ورکړی.
راځئ څوشیبې د دلوی په ۲۶تم شو
د دلوی شپږویشتمه چه دافغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلې ده اوتل به همداسی زرینه ورځ پاته وی.
داورځ له ځان سره دحُریت پیغام لری، دافغانانو قربانۍ، جهاد، هجرتونه، کړاؤنه اوتکلیفونه رایادوی.
هو تل راتلونکو پرګنو ته دخپلو نیکونو ویاړونه دروسی ښکیلاکګروسره مخامخ جګړي اودهغوماته وریادوی.
روسانو زموږ په هیواد دټولو اسلامی او انسانی اصولو خلاف یرغل کړی ؤ او دلته یی ډیرې کورنۍ د ویر اوغم په ټغر کینولې داسی وحشتونه یی ترسره کړل چه دکورنۍ ټول غړی به یی په لمبو کې لولپه کړل.
زموږ په کلی کې داسی کورنۍ شته چه روسی یرغلګرو یی په یوه ورځ دکورنۍ یولس غړی مازدیګر مهال وحشی بمبار داورپه لمبوکې لولپه کړل په داسی حال کې چه تورسرې موریی ډوډۍ پخوله او دوی تری ګردچاپیره راتاو ؤ.
هوکی: کله چه دهیوادپه لر اوبرکې ګرځیږو دشهیدانو مشهدونه وینو، په هدیروکې یی ګڼ بیرغونه وینو چه اوس بادونو زاړه کړی او ددوی دغیرت ترجمانی کوی.
لله الحمد دهیواد په هره برخه کې مو په سؤ ټانګونو هم سترګی لګیږې چه اوسنیو ښکیلاکګروته دهیواد داصیلو بچیانو غیرت اومیړانه دحال په ژبه بیانوی.
لوی رب ته لاسونه لپه کؤچه دامریکایی قوتونو دزوال ورځی هم راووینی.
دهمداسی سپین سهارپه هیله



