هرات: د ترافيکي پېښې له کبله يوويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲) د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د يو فلانګوچ او بار وړونکي موټر تر منځ د ټکر له کبله يوويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، پېښه نن سهار د ادرسکن ولسوالۍ مربوط سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې له مسافرو يو ډک موټر د سړک د غاړې يوه درول شوي بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د ولي زاده په خبره، په پېښه اته تنه وژل شوي چې له جملې يې څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه نارينه دي او ديارلس تنه نور سخت ټپيان دي.
ډيری وخت په ترافيکو پېښو کې هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې ستر لامل يې د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.



