يوسف احمدي: فراه کې پنځه امریکايان وژل شوي، جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲) د راپورونو پر اساس، د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښتو کې دولتي ځواکونو او بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې دولتي ځواکونو غوښتل نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د ګنج اباد او ګراني سيمو کې عمليات وکړي، خو د طالبانو د سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

د سرچينې په وينا، دغه عمليات د بهرني هوايي ځواک او ځمکنيو قواوو په ملتيا پيل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې ځايي طالبانو د عملياتي قوې سره کلک مقاومت پيل کړی او اوس مهال هم جګړه روانه ده.

نوموړی وايي، تر دې دمه په جګړه کې پنځه امريکايي پوځيان وژل شوي، دوه تنه نور ټپيان دي او لسګونه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په داسې حال کې، د ګډو ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې راپور ورکول کېږي، چې تېره ورځ د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع رسنيو ته وويل، د فراه په شمالګاه او د بالابلوک په فراه رود کې د طالبانو په بريدونو کې پنځويشت عسکر وژل شوي او څلور نور طالبانو له ځان سره ژوندي بيولي دي.

څه موده مخکې، د فراه ولايتي چارواکو په دغې ولايت کې د طالبانو پرضد د عملياتو د پیل کېدو خبر ورکړی و.

خو ويل کېږي، چې روان عمليات د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوي او تر اوسه يې هيڅ پرمختګ نه ليدل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button