(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)
د فاریاب ولسوالۍ څه خبرونه وایي چې د طالبانو او کمانډو ځواکونو ترمنځ د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې سختې نښتې شوې.
د ملي دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په دې نښتو کې یې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي او ۲۱ تنه نور ټپیان دي .
خو سیمیزې سرچینې بیا دا ادعا له حقیقت نه لرې بولي او زیاتوي چې په دې عملیاتو کې افغان کمانډو ځواکونو له تلفاتو ورکولو وروسته سیمه سملاسي پریښې او هیڅ کوم پرمختګ یې نه دی کړی .
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پښتونکوټ په سنګ زردسیمه کي یې یوه مهمه پوسته نیولې او څو تنه عسکر یې وژلي .
طالبانو ویلي چې امنیتي ځواکونو دتلفاتو په ګاللو سره سیمه پریښې او یاده سیمه په ټولیزه توګه د طالبانو تر کنترول لاندې راغلې.
بل پلو راپورونه وایي چې طالبانو دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار دعمومي دروازې د اول ششک په سیمه کي کندهار ته پر غزیدلي سړک یوه پوسته نیولې او یو شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ د ۴ میله وسلو د نیولو ادعا هم کړې.
په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو برخو کې پر افغان او امریکایي ځواکونو بریدونه ډیر شوي، چې ځینې شنونکي یې د ټرمپ د جګړیزې ستراتیژۍ او د افغان چارواکو په جګړې د ټینګار محصول بولي چې ورځ تر بلې د دوی د ړندو بمباریو په غچ کې ولسي پارونې زیاتیږي.
















