(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۸) د کندز د سوداګرۍ او صنعتي فابريکو مسئولين وايي، په دغې ولايت کې د صنعتي پارکونو د نشتوالي او نا امنۍ له کبله لسګونه صنعتي فابريکې تړل شوي دي.
د دغې ولايت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدير مسعود وحدت رسنيو ته ويلي، په دغې ولايت کې دوه سوه صنعتي فابريکې تړل شوي دي.
نوموړی، د فابريکو د تړل کېدو ستر لامل نا امني يادوي او په خبره يې چې د شته نا امنيو له کبله پانګوال نورو ولايتونو ته تللي او دلته ټولې فابريکې تړل شوي دي.
په عين حال کې د کندز د ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري بيا وايي، چې دولت د امنيت په راوستو کې پاتې راغلی او بايد د سوداګرو امنيت ته جدي پاملرنه وشي.
يواځې دا نه چې مسئولين په دغې ولايت کې د فابريکو د سقوط خبره کوي، په ورته وخت کې د کندز ښار اوسېدونکي هم وايي چې نا امنيو يې پر کاروبار اغيز کړی دی.
د کندز ښار په ګډون په يو شمير سيمو کې غير مسووله وسله وال فعالیت کوي چې وخت ناوخت د خلکو په ترور، غلاوو او انسان تښتوونې هم تورن شوي خو حکومت يې تر اوسه پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی کړی.
ښاريان په ډيری سيمو کې د نا امنۍ ستر لامل د همدغې نا مسووله وسله والو شتون او فعاليتونه تهديدونه کوونکي بلي.

















