تخار: درقد کې کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۰) د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او کمانډو ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې پکې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

څه موده مخکې حکومت اعلان وکړ، چې په درقد ولسوالۍ کې د عمري په نوم ښارګوټی يې له منځه وړی او د طالبانو پرضد يې عمليات پيل کړي دي.

ځايي سرچينې وايي، تېره ورځ په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو او کمانډو ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې له کبله يې کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د دولتي ځواکونو عمليات يې شاتګ ته اړ کړي او په نښتو کې ديارلس کمانډو عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پاتې دي.

د مجاهد په خبره، په دغې نښتو کې پنځلس عسکر ټپيان شوي هم دي او عملياتي قوې د طالبانو د سختو بريدونو له کبله سيمه پرېښې ده.

وړمه ورځ هم په درقد ولسوالۍ کې د دواړو غاړو تر منځ نښتې شوې وې چې له کبله يې کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.

طالبانو په دغې نښتو کې خپل لوري ته د دوو تنو وژل کېدل منلي دي.

د راپورونو له مخې،درقد ته د عملياتي قوې عسکر او کمانډو ځواکونه د هوايي ځواک په مرسته د عمري ښارګوټي د ويجاړۍ او په سيمه کې د عملیاتو لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلي و خو اوس مهال د بېرته شاتګ په حال کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button