هند د کابل شاه توت بند جوړولو ژمنه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۰) د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويجي ګوکلي له ولسمشر غني سره کتلي او ژمنه يې کړې چې په کابل کې د شاه توت بند د جوړولو لګښت به ورکوي.

ښاغلي ګوکلي ويلي، چې هېواد يې تيار دی د شاه توت بند جوړولو لګښت ورکړي او ډېر ژر به د دغې بند د جوړولو چارې پيل کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې راغلي، په دې کتنه کې د دواړو غاړو تر منځ په امنيتي، اقتصادي او یو لړ نورو مسايلو هم خبرې شوي دي.

شاه توت بند د کابل چهاراسياب ولسوالۍ د للندر په سيمه کې د کابل سيند پر يوې برخې جوړيږي چې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، پر دغې بند به ۲۳۵ ميليونه ډالره لګښت راځي او په پنځو کلونو کې به جوړ شي.

د سرچينې په وينا، دغه بند اويا متره لوړوالی لري، يو اعشاريه دوه ميګا واټه برېښنا به توليدوي او نږدې پنځه زره هکتاره ځمکه به خړوبه او د کابل ښاريانو لپاره به د څښاک پنځه ميليونه متره مکعبه پاکې اوبه برابرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button