هلمند: خانشین ولسوالۍ باندې سخت بريدونه روان دي

هلمند ( کابل ټکی کام : سه شنبه، ۱۷ مه، لیندۍ ۱۳۹۴ ل)

د چارواکو په وینا یو ځل بیا د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلکه محاصره ده، دواړو خواوو ته درانه تلفاتو اوښتي افغان ملي پوځ او سرحدي ځواکونه په تېښته دي، طالبان د پرمختګ په حال کې دي .

د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمود اشنا رسنیو ته ويلي دي، چې اوسمهال پر امنیه قومندانۍ د ولسوالۍ پر مرکز باندې سخته جګړه روانه ده .

اشنا دغه راز وايي چې له سیمې نه ټولې قواوې د تېښتې په حال کې دي، یواځې افغان ملي پولیس طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي، او په لنډه موده کې به ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي .

بلې خوا بیا ناتاید شوي رواپورونه وايي چې د ولسوالۍ مرکز سقوط کړی او اوس د ولسوالۍ په مرکز طالبان واک لري .

د خانشین ولسوالۍ چې د هلمند ولایت په سویل کې موقعیت لري هلمند ولایت د شمالي ولسوالیو په نسبت ارامه او له جګړو خلاصه ولسوالي بلل کېده، خو په دې وروستیو کې د جکړې په ميدان بدله شوې ده .

خو تردې دمه طالبانو د خانشین ولسوالۍ د جګړې خبر نه دی ورکړی.

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button