ننګرهار کې د زنونو په کچه د ښونځيو شل اوريزې سيالۍ پیل شوې

( کابل ټکی کام : سه شنبه، ۱۷ مه، لیندۍ ۱۳۹۴ ل)

کرکت : د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال کرکټ لوبغالي کې د زونونو په کچه د ښوونځیو شل اوریزې سیالۍ پیل شوې .
په دغه سیالۍ کې د هر زون غوره لوبډلې ګډون لري او نن یې رسمي پرانسته وشوه.

لومړۍ سیالي د بندامیر او آمو لوبډلو ترمنځ وه چې پچه یې بندامیر لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

 آمو لوبډلې د سیالۍ په ۱۷ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره بندامیر لوبډلې ته د ۷۳ منډو هدف ورکړ.

د بندامیر توپ اچونکو له لوري جان محمد د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.
بندامیر لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۷ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ او لوبه یې وګټله. محمد جان د سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
دوهمه سیالي د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ وه. د لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره سپین غر لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ.

سپین غر لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ او لوبه یې وګټله.

صدیق د ۵۴ منډو په جوړولو سره د د سیالۍ  غوره لوبغاړي ونومول شول .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button