شعر: استاد فضل ولي « ناګار »
لکه ګلاب ښکاري بغداد انځور رنګين ورسره
مصر په وينو کې لمبيږي فلسطين ورسره
په تباهۍ د اسلامي نړۍ چا ونه ژړل
په زمزمو د هلاکو ځي تور او سپين ورسره
په سره اور وسو د (( څلويښت ابدالو)) شام شريف
شيعه سني شته خو هيڅ نشته درد د دين ورسره
سيند ورته خوړ، غرونه يې ښپو لاندې مېده مېده وو
هغه مومن څه شو و ايت مبين ورسره
په لوی اسلام جنګ دی ملا صېب ضوات او زوات پرېده
شيطان راوتی دی ملګري ټول ضالين ورسره
د اسيا د زړه تودوخه شاوخوا ته رسي
دښمن زموږ پر سر لوبيږي روس او چين ورسره
د زمانې کوم يو فرعون ته بيا نيل جوړيږي
څپې څپې ځې زموږ وينې اباسين ورسره
د شفقي کابل تصوير خپله چېنه کې ګوري
تندر يې ونېوه فضا هلال پروين ورسره
د سرې ليلا د ډولۍ بد انجام ته يې ونه کتل
د ماتې تور داغ به ډالۍ وړي په جبين ورسره
د پروني غازي وارث د اکبر توره څه کړه
څنګه به غاړه ګرځوي زنار ورېښمين ورسره
زموږ اتل ساړه غوږونه خرابات کې ناست دی
د مليونونو شهيدانو ستر نفرين ورسره
خدايه! مهدي دا د امت ناجي به کله راځي
محشر محشر، پرښتو ووايي امين ورسره
چوپ دې شپيلۍ د تکبير مه شه د ختيځ فاتحه
شمله دې هسکه په ننګ اوسه هوډ يقين ورسره
خلک به وايي چې اسلام او پښتو څه معنا؟
څوک چې غزا له ځي «ناګاره» اس کړه زين ورسره

















