(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په افغانستان کې نوي فيصده ماشومان د لوږې او بيوزلۍ له کبله سخت کارونه کوي، په دې کې شپږ اعشاريه پنځه ميليونه ماشومان له ګواښونو سره مخ دي چې له يو ميليون زيات يې سختو کارونو کولو ته اړ شوي دي.
د بشري حقونو کمېسيون د هېواد په پنځويشت ولايتونو کې له ۶۵۷ کاريګرو ماشومانو څخه چې عمرونه يې له دولس کلونو پورته دي د دندو پر مهال پوښتنې کړي او بيا يې راپور خپور کړی.
د راپور خپرولو پر وخت د دغې کمېسيون مشرې سيما ثمر د جزياتو ورکولو پر مهال وويل: “لس فيصده ماشومانو څېړنيز کمېسيون ته ويلي چې د شپې له خوا هم کارونه کوي، شپږپنځوس فيصده کاريګرو ماشومانو ويلي د وخت د کمښت له کبله زده کړې نه شي کولی، يواتيا فيصدو ويلي ښوونځي يې له کار ځای څخه ليرې دي ځکه ترې پاتې دي، ديارلس فيصدو ويلي چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي. ”
د بشري حقونو راپور کې، درې پنځوس فيصده يې په خپلو کارونو نا خوښه دي او شپږ پنځوس فيصده ماشومانو له دې کبله خوښي ښودلې په وينا يې چې کارونه يې اسانه دي او يا په ټيټه کچه زورول شوي دي زياتوي چې يوشپيته فيصده ماشومان په ناوړه چاپيريال کې کار کوي چې ناروغۍ ورته پيدا کېږي او بيا په ګټل شويو پيسو خپله درملنه کوي.
د دغې کمېسيون مشره سيما ثمر وايي، د کاريګرو ماشومانو له ډلې شپاړلس فيصده ماشومان جنسي زورول شوي او دري څلوېښت فيصدو سره يې اړيکې نيول شوي زیاتوي چې يوويشت فيصده ماشومان د کورنۍ پور پرې کولو په موخه سختو کارونو ته اړ شوي او دولس فيصده د کورنۍ لپاره د ډوډۍ پيدا کولو په بدل کې سخت کارونه ترسره کوي.
دا څېړنه په داسې حال کې ترسره شوې چې تېره ورځ د خوړو نړيوال سازمان هم په يوه راپور کې ويلي و چې په افغانستان کې ديارلس ميليونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي او زياته يې کړه که مرسته ورسره ونه شي ښايي افغانان يو ځل بيا کډوالۍ ته اړ شي.
د يادونې ده، چې د ګډ حکومت مشرانو په لومړيو کې ژمنې کړې وې چې په خپله واکمنۍ کې به امنيتي اقتصادي او ټولنيز کارونه ترسره کړي ترڅو د افغانانو فقر او بيوزلي تر يوې اندازې ختمه شوي وي، خو له هېواده د سلګونو زرو ځوانانو تېښته، بې کاري، د هېواد ناوړه اقتصادي حالت نا امي، فقر او بېوزلي دا څرګندوي چې د حکومت مشران خلکو ته په کارموندلو او هېواد روان وضعيت په سمولو کې پاتې راغلي دي.


















