(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) د روزګان ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې لسګونه پوليس له خپلو وسلو سره د طالبانو ليکو ته اوښتي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه له دوی سره د څلوېښت سيمه ييزو پوليسو د یو ځای کېدو خبر ورکړی دی.
د احمدي په خبره، دغه پوليس د دوی د جلب و جذب کمېسيون د مسئولينو په هڅو له طالبانو سره يوځای شوي دي.
نوموړی وايي، له دوی سره يوځاي کېدونکو پوليسو ورته شپږ ويشت ميله وسلې هم له ځان سره وروړي دي.
تر اوسه په رسمي ډول ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې ځایي امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته د يادو سرتيرو تسلمېدل تاييد کړي دي.
په وروستيو کې طالبانو ته د سيمه ييزو پوليسو د تسلمېدو لړۍ چټکه شوې ده، تازه د فارياب ولايتي شورا غړي عبدالاحد ایلبیک وايي، په پلچراغ او ګرزيوال ولسواليو کې طالبانو ته ۱۵۰ سيمه ييز پوليس اوښتي او د يادو ولسواليو دېرش کلي طالبانو د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي دي.


















