م، نجم الرحمن (فضلي)
په کندز کې د پرونی وحشتناکې او دردوونکې غميزې له امله ګوډاګيان که هر څومره وغندل شي او هر څومره تو لعنت پرې وويل شي کم به وي، زه په دې بحث نکوم چې په کندوز کې به خلک څومره غمجن وي، هلته به څومره وير او ماتم وي، هلته به څومره ميندې په دواړو لاسونو خپل سرونه نيولې ناستې وي، هلته به څومره خويندې د ګلالي ورور په کور کې پاتې شونو ته حيرانې ګوري، هلته به څومره ورورڼه د ټوټه ټوټه شويو وروڼو اندامونو ويرولي وي، د دې اټکل ځکه ناشونی دی چې په زرګونو ميله ليرې پرتو سيمو کې د دې غميزې زور له خلکو خوبونه تښتولي، او ګريوانونه يې په اوښکو ور لامده کړي.
دا خبره نکوم، خبره مې دا کوله چې اې د يهوديت او نصرانيت جادوګرې بي بي سۍ ! او اې د فيل په شان د کلونو په خوب ويده افغان ولسه ! او اې د دين او د هيواد د آزادۍ په ګناه کباب شويه طالب جانه ! تاسو ته څه کول پکار دي؟
له پرون راهيسې د يهودانو نصرانيانو او هغه څوک کوم چې قرآن د زمکې پر سر د اسلام او د مسلمانانو سخترين او بدترين دښمنان معرفي کړي د همدوی لخوا (يعنې بي بي سۍ) لخوا راپورنه ورکول کيږي چې د کندوز د پيښې په ځای کې د طالبانو يو شمير لوړپوړي مشران سره راټول وو او د حکومت په خلاف يې پلان ترتيباوه، او نن يې بله دا پکې وکړه چې هلته د طالبانو د کوئټې شوری يو مهم غړی هم موجود وو :
که څه هم دغه شيطانه بي بي سۍ د دې خبرو نسبت د حکومت يو شمير چارواکو ته منسوبوي، خو خبره په دې کې ده بالفرض که دوی ته هغوی ويلي هم وي دوی په کوم دليل دا خبره مني او د کومو اصولو له مخې يې نشر ته سپاري، آيا دوی له اولې ورځې رانيولې تر نن ورځې پورې طالبان نه دي پيژندلي؟ آيا دوی تراوسه په دې نه پوهيږي که د يو چا لخوا د بل چا په خلاف پلان جوړيږي نو بيا دې د کلي ټول لوی او واړه ورته راټول کړي او په جومات کې دې په لوډ سپيکر اعلان ورته وکړي چې مونږ داسې پلان لرو او دا به پر مخ وړو.
دا څومره ساده خبره ده چې طالبانو دلته غونډه دلوده، مشران يې راټول شوي وو، آن د کويټې شوری مهم غړي راغلي وو، خو د دې لپاره چې د دوی دغه پلان پټ پاتې شي نو يې د ټولې دشت برچي ولسوالۍ لوی او واړه يې ورته راټول کړل ترڅو د دوی دغه راز افشا نشي او دښمن يې په پلان ګزاري خبر نشي.
اې بې شرمې ! اې د اسلام، مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانانو دښمنې بي بي سۍ ! ته چې په دې نه شرميږې بيا نو هغه څه مونږ هم نه پيژنو په کومو چې تاسو شرميږی.
بي بي سۍ ! که له تا سره په رښتيا د کندوز معاملې د سپيناوي غم وای او که غوښتی مو چې د افغانانو له دې ويرجنې ورځې مو نړيوال خبر کړي وای نو آيا تاسو تراوسه نشوای کولای چې هلته مو خپل يو خبريال ور ليږلی وای؟ آيا تاسو ته دغه کار ډير ستونزمن وو؟.
بي بي سۍ ! په افغانستان کې ستاسو له خبريال اوليا اطرافي خو د بدخشنان په واخان کې د ترانه سرته ناسته ښځه هم پاتې نشوه، هلته يې هم ځان ور ورساوه، له هغې سره يې هم مرکه وکړه، ده خو هلته له هغو ښځو سره هم مرکې وکړې کومې چې د ميړونو لخوا يوازې په چاپيړ وهل شوې وه.
نن اوليا اطرافي چيرته دی؟ نن ولې اولياء اطرافي د سلګونو ميندو، خويندو، پلرونو او وروڼو د اوښکو پوښتنې ته نه ورځي؟.
نن ولې له دې ويرجنو سره مرکه نکوي؟ نن ولې ستاسو ټول جبريالان چوپه خوله ناست دي؟.
په کابل کې ستاسو بې حيا خبرياله نجما ځلا چې د ګانټينټل هوټل د پيښې په وخت کې به هره ورځ د باغ بالا غونډۍ په لمنو کې ولاړه وه او نړۍ ته به يې شيبه شيبه معلومات ورکول نن مو دغه بې حيا خبرياله له چا سره شراب خانې ته ښکته شوې.
بي بي سۍ ! چيرته چې د طالب لخوا ګوزار وشي هلته خو بيا تاسو د بې شميره ولسي وګړو په حواله خبرونه نشروی، نن ولې له ولسي وګړو پوښتنه نکوی؟ نن مو ولې د تليفون ټول نمبرونه کار نکوي؟ نن مو ولې هر څه خاموش دي؟.
بي بي سۍ ! ته ځان مه خبروه، خو مونږ به پريکړه وکړو چې نور ته څوک يې؟ د چا لخوا نشريږې؟ د چا لپاره غږيږې؟ د چا په چوپړ کې اخته يې؟ د چا په خلاف کار کوې؟ او د څه لپاره يې کوې؟.
افغان ولسه ! دا راسره ومنه چې نور زمونږ او ستاسو د صبر کاسه ډکه شوې ده، راځئ په لوی الله توکل وکړو، هغه د پلرونو او د نيکونو تورې او ټوپک ته لاس کړو او په يوه آواز د دغو صليبي لښکرو او د دوی د بې ضميره ګوډاګيانو په مقابل کې وسلوال مقاومت پيل کړو، هر څه الله تعالی ته وسپارو، په لوی الله يقين او توکل وکړو او نور له دغو ناپاکو صليبيانو او د دوی له ګوډاګيانو ګران افغانستان مسلمان افغانستان د تل لپاره خلاص کړو.
د دين او د هيواد د ازادۍ په سر وريت او کباب شويه طالبه ! دا لومړی ځل نه دی چې ستاسو په سپين پټکيو وروڼو د دستار بندي په مراسمو بمبار کيږي، څو ورځې دمخه شايد د فراه بمبار مو په زړه وي، شايد په جلال اباد کې د مدرسې استاذانو او شاګردانو وژنه مو په زړه وي، شايد په وردګو کې مو همدا ډول پيښه په زړه وي، شايد په خوست کې مو په زړه وي.
که چيرته تاسو د همداسې کړنو په هکله چوپ پاتې شی ليرې نده چې د څه مودې په تيريدا مو په هيواد کې ټول سپين پټکي وروڼه له لاسه ورکړی.


















