لیکنه: الیاس تکل
زه په دې اند یم چې کفارو ته به نظامي یرغل دومره مهم نه وي لکه څومره چې فکري او کلتوري یرغل ورته مهم دی، ځکه دوی په دې سره د مسلمانانو په فکرونو يرغل کوي، ترڅو يې داسې وروزي چې د خپلو اسلام ضد ګټو لپاره ترې په اينده کې کار واخلي.
يرغلګر چې کوم هيواد اشغال کړي تر هرڅه وړاندې يې هڅه دا وي چې ژورنالستان او رسنۍ تر خپل اغېز لاندې راولي، او د دې موخې لپاره بې اندازې مصارف کوي ترڅو له ولسونو حقايق پټ کړي او د دوی وحشتونه په ازادي غوښتونکو وروتپي.
رسنيو تل حقيقت تحريف کړی!
پرون ورځ او یو څو ورځي مخکې یې یو ځل بیا یو ستر حقیقت تحریف کړ، او یو لوی وحشت يې بل ډول تعبېر کړ، او د خلکو په سترګو کې خاورې ور وشندلې.
له نن څو کاله مخکې زموږ په سيمه کې طالبانو په یوه دولتي پوسته عملیات ترسره کړل، یاده پوسته يو ښوونځي ته په څو مترۍ کې نږدې وه، او هغه پوسته د مکتب په نوم یادې ده، دا چې د طالبانو راکټ ویشتونکي د را کټ په ويشتلو کې يې خاصه تجربه نه درلودله، نو را کټ د ښوونځي انګړ ته لږ نږدې ولګېد، په دې سره رسنیو ته موقع په لاس ورغله چې څنګه ترې استفاده وکړي، د ټولو رسنیو سر ټکی او سرخط دا وه چې طالبانو په ښوونځي راکټي برید کړی، خو حقيقت به بل ډول وه، په ښوونځي کې نه چاته ځاني او نه مالي تاوان اووښتی وه، او نه د بريد هدف ښوونځی و.
خو اوس چې یرغلګرو او د دوي لاسپوڅو په قصدي ډول پرله پسې مدارس او مساجد په نښه کوي او رسنۍ ورته بلعکس جامه ور آغوندي، د دي پرځای چې ووايي چې یوه دیني مدرسه بمبار شوه، وایې چې د طالبانو په یوه ستره غونډه عملیات ترسره شوه.
لری به نه ځو چې درسنيو تحریف په اړه يوه بېلګه وړاندې کړو، پرون ورځ یې په کندز کې په یوه دیني مدرسه د ختم بخاري په جلسه باندې وحشیانه بمباري ترسره کړه، چې په نتیجه کې یې په لس هاوو علماء کرام او طالب العلمان او عام مسلمانان شهیدان کړل، دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې یې په فراه رود کې هم دې ته ورته یو ستر وحشت ترسره کړی و او بیا یې بل نوم ورکړو چې هوایې ځواکونو د طالبانو پر یوه غونډه هوایې برید ترسره کړ.
خو زه وایم چې په ولسي خلکو بمبار کول او بیا هغوی ته د طالبانو نوم ورکول دا څه نوې خبره نه ده، دا د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو غلامانو عادت دی دوی تل بلعکس غږېدلي دي.
او بل دا چې لاسپوڅې اداره ادعا کوي چې په دې مدرسه کې د طالبانو د رهبري شورا غړو ګډون درلود، چې بالکل له حقیقت څخه لرې خبره ده، لاسپوڅی اداره غواړي چې خپل جنایت وپوښي او د خلکو په سترګو کې خاوري وشیندي خو الحمد الله ولس مو هوښیار شوی هرڅه د سر په سترګو ګوري چې حقیقت څه ده.
بس نوره خبره معلومه ده چې دلته جنګ د مسجد او د کلیسا ده، دلته جنګ د کفر او د اسلام دی.


















